د افغانستان او ويسټ انډيز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېيو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د لړۍ دوهمه لوبه به نن شپه ترسره شي.
دا لوبه، چې په ويسټ انډيز كې ترسره كېږي، د افغانستان په وخت به د شپې په يوولسو بجو پيل شي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه كې افغانستان ويسټ انډيز ته په ۶۳ منډې ماتې وركړه.
د دغې لوبې غوره لوبغاړى راشد خان وټاکل شو، هغه د سيالې لوبډلې اووه لوبغاړي وسوځول.
ورو توپ اچوونکي راشد خان يوازې د ۱۸ منډو بدل کې اووه وېکټې واخيستې او دې سره يې د كركټ په يو ورځنيو لوبو کې د غوره توپ اچوونکو کتار کې څلورم ځای خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ د ويسټ انډيز په ګټه پاى ته رسېدلې وه.