ads

مانچسټر ښار کې د ځانمرگي بريد كوونكي په اړه معلومات خپاره شول

د بريتانيا پوليسو پرون په مانچسټر ښار کې د هغه ځانمرگي بريد كوونكي په اړه معلومات خپاره كړل، چې ٢٢ تنه يې وژلي او لسگونه نور يې ټپيان كړي دي.

نویسنده: sarwan
3 غبرګولی 1396
مانچسټر ښار کې د ځانمرگي بريد كوونكي په اړه معلومات خپاره شول

د بريتانيا پوليسو پرون په مانچسټر ښار کې د هغه ځانمرگي بريد كوونكي په اړه معلومات خپاره كړل، چې ٢٢ تنه يې وژلي او لسگونه نور يې ټپيان كړي دي.
بريد كوونكى سلمان عابدي نومېده او ٢٢ کلن و.
د بريتانيا پوليسو د هغه په اړه نور معلومات نه دي وركړي.
په مانچسټر ښار کې د وړمې شپې ځانمرګى بريد په تېرو ١٢ کلونو په بريتانيا کې تر ټولو زيات خونړى بريد و.
د مانچسټر پوليس وايي، په دې اړه څېړنې کوي، چې ايا عابدي يوازې دغه بريد كړى او که نور څوک ورسره ملگري وو.
د امريکا امنيتي سرچينو ويلي، چې سلمان عابدي په ١٩٩٢ کال کې په بريتانيا کې زېږېدلى و او مور او پلار يې د لبنان دي.
ويل کېږي، چې نوموړى تر بريد وړاندې په اورگاډي کې له لندن نه مانچسټر ته تللى و.
د دغه بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA