ads

د بالیووډ سينما ښکلی انسان ومړ

د باليووډ سينما ښکلی انسان وينود کهنا چې دا لقب د سينما نورو ستورو ورکړی و او نوموړی په له سلو ډېرو فلمونو کې لوبېدلی و، د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۷۰کلونو په عمر د ممبيي په يوه روغتون كې ومړ. نوموړی له ډېرې مودې راهيسې له سرطان ناروغۍ څخه ځورېده.

نویسنده: sarwan
1 غبرګولی 1396
د بالیووډ سينما ښکلی انسان ومړ

د باليووډ سينما ښکلی انسان وينود کهنا چې دا لقب د سينما نورو ستورو ورکړی و او نوموړی په له سلو ډېرو فلمونو کې لوبېدلی و، د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۷۰کلونو په عمر د ممبيي په يوه روغتون كې ومړ. نوموړی له ډېرې مودې راهيسې له سرطان ناروغۍ څخه ځورېده.
د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، وينود کهنا د ۲۰۱۷ميلادي کال د جنوري له پيل تر اوسه د يادې ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر و او څو ځله يې د سختې ناروغۍ خبرونه خپاره شوي وو.
وينود کهنا دېرش کلن و چې باليووډ ته راغی، د فلمونو لوبغاړی شو او په ۱۹۶۸میلادي کال يې د لومړي ځل لپاره په ((من کا میت)) هندي فلم کې د لوبېدو له لارې د سينما ډګر ته قدم کېښود. وينود کهنا په باليووډ سينما کې ښه او ځلاند نوم لري، نوموړي د ښې اداکارۍ له کبله مډالونه هم اخيستي دي.
د وينود کهنا د پوښتنې لپاره روغتون ته سلمانخان چې په څو وروستيو فلمونو کې يې د وينود کهنا د زوی په رول کې کار کړی و ورغی. همداراز د هندي فلمونو اکټر عرفانخان هم د وينود کهنا د ناروغۍ په مهال په یو احساساتي بیان کې ویلي وو چې وینود کهنا د هند د سینما تر ټولو نیک انسان او ښه لوبغاړی دی او که اړتیا شي دی به ورته د خپل وجود غړي هم ډالۍ کړي: ((موږ د خپلو ستوريو لپاره هر خدمت ته تیار يو، وينود به بېرته سينما ته راځي او بیا به هم د تېر په څېر په فلمونو کې زموږ د مشرانو رول ولري.)) خو د عرفان خان دا ارمان چې وينود کهنا به بیا هم په باليووډ فلمونو کې له دوی سره وي او د دوی د مشرانو رول به ولري، پوره نه شو. دوی ټولو د وينود کهنا په مړينه اوښکې تويې کړي او هغه يې د تل لپاره رخصت کړ.
د وينود کهنا له مړينې وروسته يې زوی راحول کهنا هندي رسنيو ته وويل، دی يې په پلار وياړ کوي، پلار يې ده ته لويه پانګه وه او تل به يې د پلار نوم روښانه وساتي: ((زما پلار د باليووډ د ښکلي انسان په نوم يادېده، خلکو درناوی ورته لاره، په رښتيا هم ښکلی او د نېکو اخلاقو لرونکی انسان و. زه مې په خپل پلار وياړ کوم او له ټولو هغو کسانو چې د ده په درملنه کې یې له موږ سره همکاري کړې وه، مننه کوم.))
راحول د روغتون له کارکوونکو او د سينما له وتلو ستوريو چې هر وخت د ده د پلار پوښتنې ته راغلي وو او دوی ته يې ډاډ ورکړی و، مننه وکړه.
وينود کهنا د باليووډ په مشهورو فلمونو، ميار ګاو ميرا دېش، امتحان، انکار، امر اکبر، انتوني، لهو کې دو رنګ، قرباني او جرم کې لوبېدلی او په هر فلم کې د سينمايي کارپوهانو له لوري ستايل شوی دی.
د میری اپنی، انصاف، امر اکبر او انتونی فلمونو نوموړی نړيوالو ته ور وپېژانده، د وينود کهنا وروستی فلم ((ديوالي)) و چې په دې فلم کې مرکزي رول شاه رخ خان لري او وينود کهنا پکې د شاه رخ خان د پلار رول لوبولی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA