د امريکا د جمهور رئيس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ د خپل رسمي سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته رسېدلى دى.
له ټرمپ سره په دې سفر كې د ده مېرمن ملينيا ټرمپ، زوى او زوم يې هم ملتيا كوي.
ټاکل شوې د امريكا جمهور رئيس د سعودي عرستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز او د اسلامي نړۍ يو شمېر مشرانو سره تر کتنې وروسته اسراييلو، واتيکا او بيا بروکسل ته لاړ شي.
ډونالډ ټرمپ به له سعودي چارواكو سره د ايران، منځني ختيځ، سوريې او عراق پر روان وضعيت د خبرو ترڅنګ يو لړ دفاعي او اقتصادي هوکړې هم لاسليک کړي.