ads

نیمکړي روغتیایي خدمات

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د عامې روغتیا ریاست له لوري په ښار او ولسوالیو کې هغه ډول چې د ولس غوښتنه ده، روغتیايي خدمات نه وړاندې کېږي.

نویسنده: sarwan
17 غویی 1396
نیمکړي روغتیایي خدمات

د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د عامې روغتیا ریاست له لوري په ښار او ولسوالیو کې هغه ډول چې د ولس غوښتنه ده، روغتیايي خدمات نه وړاندې کېږي.
دوی وایي، په دولتي روغتون کې د هغو کسانو درملنه کېږي، چې زورور او مالداره وي.
خلک په داسې حال کې پر دولتي روغتون نیوکه کوي، چې د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت روغتیايي سیستم د ښو خدماتو د لرلو له کبله تېر کال د ټول هېواد په کچه لومړی مقام ګټلی دی.
په همدې حال کې بیا د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان په مرکزي ادارې نیوکه کوي، چې تل یې د نورو برخو تر څنګ په روغتیایي اسانتیاوو کې هم له ننګرهاريانو سره د مور او ميرې چلند کړی دی.
د جلال اباد ښار اوسېدونکي او مدني فعال روح الله نیازي کلید ته وویل چې د ښار تر څنګ په ګڼو ولسوالیو کې روغتیا پالان له ولسونو سره توپیري چلند کوي.
نوموړی وایي، په ولسوالیو کې چې کلینیک ته غریب سړی ورشي، نو په یوه او بل نوم غولېږي او ناروغ مجبور دی چې شخصي کتنځي ته لاړ شي: ((ولسوالیو کې تل ډاکټران له ناروغانو سره ناوړه چلند کوي، بس دې ته یې مجبوروي، چې پور واخلي او بیا پرې د ځان درملنه وکړي.))
د بهسودو ولسوالۍ د کارېز کبیر سیمې یوه اوسېدونکي اسدالله وویل، چې د دوی په سیمه کې دولتي کلینیک څخه د دغه روغتون مشر هره ورځ په لسګونه قلمه بېلا بېل ډول درمل خپل شخصي درملتون ته وړي او هلته یې په ناروغانو په لوړه بیه پلوري.
نوموړی وایي، نه پوهېږي، چې ولې یې د عامې روغتیا ریاست او نورې اړوندې ادارې پوښتنه نه کوي.
له بل لوري د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم له مرکزي حکومت د ګیلې ترڅنګ د عامې روغتیا پر ریاست نیوکه کوي، چې تل يې د زورواکي او چارواکي درملنه کړې او غریب ولس ورته په ساعتونو انتظار کوي.
د ننــګـرهــار د ولایــتي شورا مــرستــیال لــعل محمد دراني کلید ته وویل، د عامې روغتیا په روغتون کې ډاکټران د ولس چوپړ په ښه ډول کوي، خو د مرکزي ادارې نه پاملرنه او د ولایت د روغــتیا ریــاســت نــاسمې رهبرۍ ګڼې ستونزې را پیدا کړې دي: ((دلته که هرڅه شوي، دا زما د ډاکټر برکت دی، مرکز هم له موږ سره ناسم چلند کړی او د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم، بس د زورواکي او چارواکي خدمت کېږي، نه د غریب.))
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، دوی تل هڅه کړې، چې په مرکز او ولسوالیو کې شته امکاناتو ته په کتو ولس ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج کلید ته وویل، په مرکز او ولسوالیو کې که هر مسوول شخص او ډاکټر له ولس سره په توپیري او غیر قانوني چلند ولیدل شي، نو عدلي او قضايي ادارو ته به يې ورمعرفي کړي.
له بل لوري بیا د ننګرهار ولایتي چارواکي د ټول ولایت په کچه د ښو روغتیایي خدماتو په لرلو سره د خپل ځان لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه همدا ګڼي چې د هېواد په کچه یې لومړی مقام اخیستی دی.
د ننګــرهـار واليګــلاب منګــل زیــاتـــوي، دغه ولایت ته د روغتیا په برخه کې د تېرو کلونو د نفوس پر اساس امکانات ورکول کېږي او اوس مهال د دغه ولایت د وګړو لپاره کافي نه دي: ((زموږ ټول روغتیايي مرکزونه د ولس پر وړاندې پرانيستي دي او د ښو خدماتو له کبله مو تېر کال د جان هاک پوهنتون په نظر پوښتنه کې لومړی مقام اخیستی، خو مرکز لا هم موږ ته کم امکانات راکوي.))
د ننګرهار روغتیايي او ولایتي چارواکي په داسې حال کې د روغتیا په برخه کې د ښو او وړ خدماتو یادونه کوي، چې د ولسونو په وینا په هغه ډول مرستې چې دغې ادارې سره کېږي، که چېرته په شفاف ډول ولګول شي، نو نه یواځې چې په روغتونونو او کلینیکونو کې به د خلکو ستونزې حل شي، بلکې د دغه ولایت ډېری ناروغان به کابل او نورو ګاونډیو هېوادونو ته له تګ وژغورل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA