ads

کاپیسا: هوايي برید کې ۱۱ سیمه يیزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپیسا امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د ملي اردو د کمانډو ځواکونو په هوايي برید کې د تګاب ولسوالۍ د فېروز خېلو په سیمه کې ۱۱ سیمه يیزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
10 غویی 1396
کاپیسا: هوايي برید کې ۱۱ سیمه يیزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپیسا امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د ملي اردو د کمانډو ځواکونو په هوايي برید کې د تګاب ولسوالۍ د فېروز خېلو په سیمه کې ۱۱ سیمه يیزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپیسا د والي ویاند د قیس قادري په وینا، تېره شپه لومړی وسله والو د سیمه يیزو پولیسو پر پوستو ډزې وکړې او وروسته الوتکو هوايي برید کړی دی، چې هدف یې وسله وال مخالفین وو، خو تر څنګ یې د سیمه يیزو پولیسو پوستې هم پرتې وې، چې په کې سيمه ييزو پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند زیاتوي: (( دا پېښه دشپې وروسته له دولس بجو څخه رامنځته شوې ده، دوه تنه پولیس په کې وژل شوي دي او ۹ تنه نور ټپیان دي، ټپیان اوسمهال د کاپیسا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی)).
بل خوا د تګاب د احمدزیو د سیمې یو تن اوسېدونکی خالد وايي، تېره شپه د فېروز خېلو په سیمه کې لومړی د وسله والو او سیمه يیزو پولیسو تر منځ ډزې وشوې او وروسته بمباري وشوه، چې سیمه يیز پولیسو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کالونو کې هم داسې ورته پېښې د تګاب په ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA