ads

د لوړې ماليې له کبله په کندهار کې فابريکې تړل شوې

په وروستیو کې د ملي يووالي حکومت له لوري پر خصوصي فعالیتونو د ماليو د لوړېدو له کبله په کندهار کې شاوخوا ۳۰ فابريکې تړل شوې دي.

نویسنده: sarwan
29 وری 1396
د لوړې ماليې له کبله په کندهار کې فابريکې تړل شوې

په وروستیو کې د ملي يووالي حکومت له لوري پر خصوصي فعالیتونو د ماليو د لوړېدو له کبله په کندهار کې شاوخوا ۳۰ فابريکې تړل شوې دي.
په کندهار کې څو کاله مخکې شاوخوا ۲۰۰ فابريکو فعالیت کاوه، خو اوس په دغه ولایت کې د فعالو فابريکو شمېر تر ۸۰ نه لوړېږي او تر دې وړاندې د برېښنا د نشت له کبله هم ډېرې فابريکې تړل شوې دي.
د ماليې وزارت د يوې نوې طرحې له مخې باید د فابريکو چارواکي په کال کې څلور ځله د خپلو فعالیتونو په تړاو دغه وزارت ته راپور ورکړي او ماليه تحويل کړي، خو دې طرحې د پانګوالو او صنعتکارانو کلک غبرګونونه راپارولي دي.
د کندهار صنعتکاران وايي، په کال کې څلور ځله د ماليې تحويلول ستونزمن دي او دوی د دغه کار توان نه لري.
د دوی په خبره، اوس مهال د کاروبارونو خوند نشته نو څه ډول حکومت ته دومره لوړې ماليې تحويل کړي. دغه صنعتکاران نيوکه کوي چې د حکومت له لوري وروستي قوانين نه یوازې دا چې د صنعت په وده کې مرسته نه کوي، بلکې د لا نورو فابريکو د تړل کېدو سبب کېږي. دوی وايي، اوس مهال په کندهار کې ۲۸ فابريکې تړل شوې او که حالت همداسې دوام وکړي ښايي نورې فابريکې هم وتړل شي. د کندهار يو تن صنعتکار حاجي محمد قسيم وايي، په هرو درېيو میاشتو کې د راپور غوښتل او ماليې تحويلېدل هېڅ امکان نه لري، دا ملا ماتوونکې ماليې دي، د هېچا په وس هم نه دي پوره: ((اصلاً بهرنیان غواړي د افغانستان د صنعت د پراخېدو مخه ونيسي، دا د دوی دسيسې دي او زموږ صنعت له منځه وړي.))
د دغه ولایت يو بل صنعتکار ګل نواز کلید ته وویل، چې دولت خپله ستونزې لري او نه شي کولای دومره ژر ژر راپور او ماليه ټوله کړي: ((زه له حساب سره ستونزه نه لرم، ورځ په ورځ به حساب ورکړم، خو که دولت خپل حساب جوړ کړي، دوی خپله نه سيستم لري او نه ددې ظرفیت لري چې هرو درېيو میاشتو کې راپور ترلاسه کړي او ماليه ټوله کړي، اوس که تر شلو زياتې فابريکې تړل شوې دي، نورې به هم تړل کېږي او راتلونکې فابريکه به زما وي چې تړل کېږي.))
له بل لوري د کندهار صنعتکار حاجي عبدالباري وايي، که حکومت پر دوی د ماليې حق لري، نو دوی هم پر حکومت د اسانتياوو رامنځته کولو حق لري: ((اوس که له ما هره ورځ ماليه غواړي، نو برېښنا او نورې اسانتياوې خو دې ماته برابرې کړي، سمه ده دولت نوی دی ماليه ورکوم چې په پښو ودرېږي، خو وه وروره زما صنعت هم نوی دی، ماته خو هم اسانتیاوې برابرې کړه، دوی په زور غواړي فابريکې وتړل شي، اوس دومره بېکاري ده، وروسته به څه حال وي.))
اخوا د کندهار د صنعتکارانو اتحاديې مرستیال فیض الحق مشکاڼي وايي، د ماليې د پخواني قانون د اعادې لپاره يې په ځلونو کابل ته مراجعه کړې او په دې تړاو يې د ماليې له وزير او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي او اوس مهال د وزيرانو په شورا کې د دغه قانون په تړاو خبرې روانې دي.
مشکاڼي زياتوي، د کندهار په صنعتي پارک کې نورې ستونزې هم لري او هغه يې په مرکز کې له چارواکو سره مطرح کړې دي، خو د نوموړي په خبره، نه یوازې چې دا ستونزې نه دي حل شوې نورې هم زياتې شوې دي: ((اوس مهال د دغه قانون په تړاو د وزيرانو په شورا کې بحثونه روان دي، په دې تړاو مخکې يو ځل فیصله وشوه، خو له بده مرغه په هغه کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې يوازې د سوداګرو حقوق خوندي کړل او استدلال يې وکړ چې سوداګر خو له بهره مال اخلي او بېرته يې پلوري، نو ماليه باید ورنه کړي ځکه ګمرک کې يې هم تحويلوي.))
د کندهار په صنعتي پارک کې اوس مهال شاوخوا څلور زره کسان په بېلا بېلو فابريکو کې په کار بوخت دي، خو داسې اندېښنې څرګندې شوې دي چې ورځ په ورځ په دغه شمېره کې کموالی راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA