په بلخ ولايت كې د سړك غاړې ماين چاودنې ۱۶ تنو ولسي پاڅون كوونكو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا چاودنه تېره ورځ د چمتال ولسوالۍ په قراول كلي كې شوې ده.
د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد كليد ته وويل، چې په دې چاودنه كې ۹ تنه ولسي پاڅون كوونكي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواكونه توانېدلي، چې تراوسه په ياد كلي كې پنځه كړۍ ځاى په ځاى شوي ماينونه كشف او له منځه يوسي.
بل خوا په مزار شريف ښار كې د ابو علي سينا بلخي د حوزوي روغتون سرطبيب نور محمد فيض كليد ته وويل، چې د پېښې له ځايه ۹ جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله او په خبره يې وژل شوي او ژوبل شوي ټول نظاميان دي.
د بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.