په فراه ولايت كې يوه سرچينه وايي چې د دغه ولايت د پرچمن ولسوالۍ د امنيې قوماندان خلك برمته كړي دي. د دغه ولايت يوه امنيتي مسؤل د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل: د پرچمن ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالولي د دې پرځاى چې د خلكو امنيت ټينګ كړي، طالبانو ته وسلې وركوي.
د سرچينې په خبره نوموړى قوماندان د يادې ولسوالۍ خلك د كوكنارو كرلو ته هڅوي او هر كال له دې لارې ډيرې پيسې ترلاسه كوي.
د دې ترڅنګ د هغه خلكو وژنه چې د ده د غيرقانوني كړنو پرضد غږ پورته كوي هم د نوموړي قوماندان د غيرقانوني كړنو څخه ده.
د دغه امنيتي چارواكي په خبره، د پرچمن ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوشمېر كليو اوسېدونكوته خبردارى وركړى چې كه يې له ده څخه ولايتي چارواكو ته شكايت وكړ نو ژوندي به يې تر ريګونو لاندې كړي.نوموړى امنيتي چارواكى زياتوي چې له دې وړاندې هم د دغه ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى همداسې د ياد قوماندان له خوا وژل شوى و چې جسد يې اوس هم تر خاورو لاندې دى.
په همدې حال كې د فراه ولايت د پرچمن ولسوال موسى نظري كليد ته وويل: د دغه ولسوالۍ د امنيه قوماندان له كړنو نور په تنګ شوى دى خو په وينا يې مسؤلين ده ته له نوموړي قوماندان سره د قانوني چلند اجازه نه وركوي خو ولسوال په دې اړه د كوم شخص نوم ياد نه كړ.
هغه زياتوي، كه هرڅو له دې وړاندې د نوموړي قوماندان د نيولو حكم صادر شوى و خو لا هم هغه د يو شمېر مصلحتونو پربنسټ ازاد ګرځي او له دولتي امكاناتو په ګټې اخيستنې د خلكو ځورولو ته دوام وركوي.
په همدې حال كې يو امنيتي مسؤل وايي چې د فراه ولايت امنيه قوماندان د پرچمن ولسوالۍ له امنيه قوماندان څخه ملاتړ كوي او له دې ملاتړ پرته هغه نه شي كولى چې داسې غيرقانوني كړنې ترسره كړي. غوښتل مو چې په دې اړه د فراه ولايت د سيمه ييزو چارواكو نظر واخلو خو بريالي نه شوو.