ads

د غزني مستوفيت په عوايدو کې ۲۸ ميليونه افغانۍ زيات والی راغلی

د غزني ولایت د مستوفیت چارواکي وایي، تېر کال یې د مالیې وزارت تر ټاکلي پلانه څه باندې ۲۸ ملیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي او په وینا یې دې ولایت کې د مالیاتو د ټولولو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.

نویسنده: sarwan
13 وری 1396
د غزني مستوفيت په عوايدو کې ۲۸ ميليونه افغانۍ زيات والی راغلی

د غزني ولایت د مستوفیت چارواکي وایي، تېر کال یې د مالیې وزارت تر ټاکلي پلانه څه باندې ۲۸ ملیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي او په وینا یې دې ولایت کې د مالیاتو د ټولولو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري.
د غزني مستوفي میرویس میرزایي کلید سره خبرو کې وویل، چې ۱۳۹۵ کال کې یې شاوخوا ۴۲۲ ملیونه افغانۍ عواید د مالیاتو له درکه راټول کړي، چې په وینا یې د ماليې وزارت تر ټاکلي هدفه یې څه باندي ۲۸ ملیونه زیات عواید تر لاسه کړي.
نوموړی وایي، ((سالم مدیریت او د شفافیت رامنځته کول مو د مالیاتو په کچه کې د زیاتوالي لامل دی، موږ ۴۲۲ ملیونه افغانۍ راټولې کړي، چې تر ۲ فيصده پورې زیاتوالی ښيي)).
ميرزايي زياته کړه، دې ولایت کې د مالیاتو د ټولولو په برخه کې هېڅ راز ننګونه نشته او کارکوونکي یې تر اوسه په دې برخه کې له هېڅ راز ممانعت سره نه دي مخ شوي.
ښاغلی میرزایي په مستوفیت کې د فساد په اړه وایي، چې تر اوسه ورته په دې برخه کې شکایت نه دی شوی او په خبره یې که له داسې مواردو سره مخ شي نو پر وړاندې به یې جدي اقدام وکړي.
خو د غزني ولایتي شورا بیا وایي، په دې ولایت کې لاهم ډېر کسان شته چې د مالیاتو له ورکولو سرغړونه کوي او په خبره یې د مستوفیت کارکوونکي هم په ځینو مواردو کې د بډي اخیستو په بدل کې له ډېریو شرکتونو او دوکاندارانو څخه د هغوی پانګې ته په کتو مکمله مالیه نه اخلي.
د ولایتي شورا غړی غلام سخي زابلی وایی، د مستوفیت کارکوونکي، چې مالیات راټولوي د رشوت په بدل کې د یوه سوداګر پانګه سمه نه ارزوي.
نوموړی وایي، لا هم د مالیاتو د ورکړې پر وړاندې ځینې خنډونه شته، خو په خبره یې د مستوفیت چارواکي یې په لوی لاس نه افشا کوي.
ښاغلی زابلی وایی، که مسوفیت وغواړي نو ولایتي شورا به یې له مافیایي کړیو او زورواکو څخه د ماليې د ټولولو په برخه کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA