ads

له ماينونو سره مبارزه نوې ساه غواړي

د اپرېل مياشتې ۴مه د ماين د خطر په تړاو د خبرولو او پوهولو نړيواله ورځ ده. دغه ورځ داسې مهال يو ځل بیا راغبرګېږي چې تر دې مهاله هم افغانان له دغه دښمن په ارام نه دي او لا هم د افغانستان يو شمېر سيمې په ماين پوښلې دي.

نویسنده: sarwan
12 وری 1396
له ماينونو سره مبارزه نوې ساه غواړي

د اپرېل مياشتې ۴مه د ماين د خطر په تړاو د خبرولو او پوهولو نړيواله ورځ ده. دغه ورځ داسې مهال يو ځل بیا راغبرګېږي چې تر دې مهاله هم افغانان له دغه دښمن په ارام نه دي او لا هم د افغانستان يو شمېر سيمې په ماين پوښلې دي.
له ۲۸ کلونو راهيسې په افغانستان کې د ماين پاکۍ بېلا بېل پروګرامونه روان دي، خو لا هم د افغانستان شل په سلو کې خاوره په ماينونو پوښلې پاتې ده. ټاکل شوې د ماين پاکولو پروګرام تر ۲۰۲۳ کال پورې دوام وکړي.
د ماين پاکۍ د (ام ډي سي) موسسې مشر شهاب حکيمي وايي، تر دې مهاله د هېواد ۸۰په سلو کې ځمکه له ماينونو پاکه شوې ده. نوموړی زياتوي، تر دې مهاله د ماين پاکۍ په کارونو کې ۱۲سوه ميليون ډالر لګېدلي دي او پاتې شل په سلو کې سيمو د پاکولو لپاره نورو پیسو ته اړتیا ده: ((افغانستان ته د روسانو له راتلو سره سم د ماينونو د پاکولو پروګرام پيل شو، موږ ټول هېواد د ماين په اړه سروې کړ، ټاکل شوې شل په سلو کې پاتې په ماين ککړې سيمې په راتلونکو پنځو کلونو کې پاکې کړو.))
حکيمي زیاتوي، دوی د کابل په ګډون ډېری لوی ښارونه او ولایتونه له ماينونو پاک کړي دي او هېوادوال په دغو ښارونو کې د پخوا په پرتله اوس په ډاډ او ارامۍ ژوند کوي. د حکيمي په خبره په وروستیو کلونو کې ډېر ماينونه د سړک په غاړو اېښودل شوي دي چې ډېری وخت يې بشپړې کورنۍ له منځه وړې دی او افغانانو ته د ماينونو دا ډول تر ټولو ډېر خطرناک واقع شوی دی.
هغه زیاتوي چې ډېری ماينونه د دولت وسله وال مخالفين او امريکايي ځواکونه ږدي: ((افغان حکومت د اوتاوا د تړون له مخې د دې حق نه لري چې ماينونه خښ کړي، نو تر ډېره چې اوس مهال په هېواد کې ماینونه خښېږی، هغه د وسله والو مخالفينو يا هم امريکايانو کار دی، ځکه چې امريکايان هم د اوتاوا د تړون غړي نه دي، امریکا وايي، دوی داسې ماينونه خښوي چې له سيمې د بېرته تلو په وخت کې یې بېرته خپله وباسي.))
حکيمي وايي، د طالبانو په پخواني حکومت کې د ماينونو اېښودل لوی جرم بلل کېده او د طالبانو مشر ملامحمد عمر به ماين پاکوونکو ته د مجاهد په سترګه کتل او دوی ته به يې زړور او متدين مجاهدين ویل، د نوموړي په وينا له بده مرغه چې اوس مهال ماينونه تر ډېره د دوی له لوري اېښودل کېږي: ((تر اوسه مو په هېواد کې د ماينونو ترڅنګ ۱۸میلیونه ناچاودي توکي له منځه وړي دي، خو اوس د پخوا په پرتله د ماینونو په برخه کې د مرسته کوونکو مرسته کمه شوې ده، موږ تېر کال د ماين پاکولو لپاره ۷۰میلیونه ډالر لرل خو سږ کال ۳۵ميليونه ډالر لرو.))
د ام ډي سي ماين پاکۍ موسسې عملياتي امر شاه ولي ایوبي هم وايي چې که دوی ته په وخت او پوره پيسې ورکړل شي، نو پاتې شل په سلو کې ځمکې د پاکولو لپاره يو کال کار ته اړتیا ده. د نوموړي په خبره پاتې شل په سلو کې ځمکه چې شاوخوا پنځهسوه ميليون متر مربع کېږي، د پاکولو کار يې دوه نيم سوه ميليون ډالرو ته اړتیا لري.
نوموړی ټينګار کوي، که ټولې پيسې په يو ځل ترلاسه نه شي، نو بیا کېدای شي پاکول يې ډېر وخت وغواړي او دا موده به تر پنځو کلونو پورې وغزېږي: ((په ۵۵۷ کیلومتره مربع سيمه کې ماینونه پاتې دي. دا سيمې به هم زموږ د پلان له مخې په منظمه توګه پاکې کړل شي. دا سيمې د هېواد په ۲۵۷ولسواليو پورې اړه لري.))
په افغانستان کې د ماين پاکۍ څلور کورنۍ نادولتي او دوې بهرنۍ موسسې کار کوي او په چوکاټ کې يې له ۱۴زره ډېر کسان په کار بوخت دي، دوی د لاسي الو، ماشينونو او سپيو په واسطه ماينونه پاکوي. دې موسسو تر ډېره لوی ښارونه، لويې لارې، د برېښنا د لينونو د لېږد سيمې، کرنيزې سيمې او څړځايونه له ماينونو پاک کړي دي. دوی چې له ۱۹۸۹ميلادي کال را په دې خوا په هېواد کې د ماينونو په پاکولو پيل کړی، تر دې دمه يې د ۲سوه په شاوخوا کې ماين پاکوونکي وژل شوي او ۶سوه يې هم ټپي شوي دي.

د قربانیانو ساندې
ماين په تېـرو درېـيـو لسـيـزو کـې ګـڼ افغـانان وژلي، ټپیان کړي او د وير په ټغر کېنولي دي، د دغه ماينونو ډېره برخه د پخواني شوروي ځواکونو له لوري ځای پر ځای شوي دي.
د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اوسېدونکی عتيقالله نوري وايي چې د پلار مړينه يې نه په يادېږي، خو دومره پوهېږي چې د ده د پيدايښت په کال د روسانو له لوري پر ځای په ځای شوي ماين ورختلی او له منځه تللی: ((کومې سرګردانۍ او ستونزې مې چې په ژوند کې تېرې کړې دي يو الله لیدلې، خدای (ج) دې هېڅوک هم د پلار له لوی نعمت نه بې برخې کوي. اوس پنځه دېرش کلن يم خو لا هم وايم درېغی پلار مې يو ځل لیدلی وای او زما په سر يې لاس تېر کړی وای.))
عتيقالله نوري زیاتـوي چـې لــوی قـدرتونـه يــوازې د دې غم خوري چې څه ډول په ځواک کې پاتې شي او په نوره نړۍ پاچاهي وکړي، نور يې د بشري حقونو چيغې وهل هسې تش په نوم او د خلکو د تېر ایستلو لپاره دي، دوی ماينونه ږدي، خلک وژني او په دې ډول خپل قوت ساتي: ((همدا نړۍ چې د بشري حقونو چيغې وهي، دوی خپله د بشري حقونو ماتوونکي دي او تل يې بشر له ستونزو سره مخ کړی دی. همدوی دي چې د خپل جوړ شوي بم په واسطه يې زه او زما په څېر په زرګونو کسان بې پلاره کړل.))
د کابل د قره باغ د احمدزيو د کلي اوسېدونکی حکمتالله احمدزی وايي، دوه وروڼه يې په بمونو کې والوتل، له يوه درې او له بل پنځه واړه اولادونه پاتې شوي دي چې اوس ټول د ده په غاړه دي: ((د ورور اولادونو ته مې چې ګورم هر ځل مې له سترګو اوښکې ورته بهېږي، که يې جامه، ډوډۍ او هرڅه ورته پوره کړم بیا به هم د دوی د پلرونو مينه ورنه کړای شم. دوی يې په پلرونو ډېر ګران او نازولي وو، خو له بده مرغه چې پلرونه يې دوه کاله وړاندې په کندوز کې د غريبۍ پر مهال د يوه ماين ښکار شول.))

د سپېڅلي کاروان لارويان
که څه هم ماين پاکي یوه خطرناکه دنده ګڼل کېږي او له دې کبله ډېرو کسانو خپل شيرين ژوند له لاسه ورکړی، خو د ډېرو له لوري دغه دنده خورا سپېڅلې ګڼل کېږي او هغوی چې اوس هم په دغه دنده بوخت دي، پر خپل ځان او دنده وياړي.
د تاج محمد په نوم د ام ډي سي ماين پاکۍ کار کوونکی وايي چې د دوی دنده مقدسه او سپېڅلې ده او هر ځل چې ماين له ځمکې راباسي فکر کوي چې د يوه انسان ژوند يې ژغورلی دی: ((که ټپي شو هم، خپل کار ته ادامه ورکوو، موږ د خلکو ژوند ته نجات ورکوو او دنده مو د مقدس جهاد په څېر سپېڅلې ده.))
د محمدنبي په نوم د همدې موسسې يو بل کارکوونکی چې څو کاله وړاندې په يوه پېښه کې پرې ماين وچاودېد او خپله يوه پښه يې له لاسه ورکړه، وايي چې تر خپله وسه به خپلې دندې ته ادامه ورکوي او خپلو خلکو ته به خدمت کوي: ((له خپلې دندې او کار خوښ يم، موږ ټول ماين پاکوونکي هڅه کوو چې په سيمه کې هېڅ ماين پاتې نه شي او هېڅ افغان هم د ماين ښکار نه شي.)) نبي له ټولو ماين پاکوونکو غواړي چې د ماين پاکۍ پر مهال دې د خپل روزونکي خبرې په بشپړه توګه په غوږ کې ونيسي او د هغه له ورکړل شوي ميتود سره سم دې خپل کار مخکې يوسي: ((زموږ ملګري چې يا ټپيان او يا هم ووژل شول ډېری يې د خپلې بې پروايۍ او نه پاملرنې له کبله وو، که موږ د خپل روزونکي خبرې په بشپړه توګه په غوږ کې ونيسو، له بدو پېښو سره به نه مخ کېږو يا به لږ مخ کېږو.))

ژمنه او غوښتنه
په افغانستان کې په شل فیصده ځمکه لا هم ماينونه شته، حکومت هم ژمنه کوي چې د ماين پاکولو د پروګرامونو ملاتړ به کوي او دغه بهیر ته به د وروستي ماين تر پاکولو دوام ورکوي خو ټينګار کوي چې د دغه پروګرامونو لپاره بودجه کمه شوې او نړیوال مرستندويان باید تر وروستیو د دغه پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله څه موده وړاندې رسنیو ته وویل چې په هېواد کې د ماين پاکولو پروګرام د دولت له لومړيتوبونو څخه دی.
خو نوموړی وايــي، پــه دې بــرخـه کـې د بودجې د کمښت له کبله هره ورځ له سلو ډېر ملکي وګړي وژل کېږي، ټپيان کېږي او معیوب کېږي: ((افغانستان د ماينونو د ستونزو د ډېروالي له مخې په نړيواله کچه څلورم ځای لري او په هېواد کې ډېری ماینونه د پخوانيو او اوسنيو جګړو له کبله دي چې ډلو د يو بل په ضد خښ کړي دي او زموږ له ډېرو هېوادوالو يې ژوند اخيستی او ډېر يې هم بې کوره کړي دي.))
عبدالله عبدالله له نړيوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې د ماين پاکۍ له پروګرامونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، چې هېواد په بشپړه توګه له ماينونو او ناچاودو توکو پاک شي.
له بل لوري بېړنیو پېښو ته د رسېدو ادارې مرستيال محمداسلم سياس وايي چې د ماين پاکۍ د پروګرام کارکوونکي په تېرو ۲۸کلونو کې په دې توانېدلي دي چې د هېواد ډېری سيمې د اوسېدو وړ وګرځوي: ((د ۲۰۹۰کيلومتر مربع په شاوخوا کې ځمکې له ماينونو او ناچاودو مهماتو پاکې شوې دي. د نورو ناپاکو سيمو د پاکولو کار هم روان دی.))
اخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی مارک باودن وايي، نړيوالې ټولنې تل په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې او د دې هېواد ډېرې سيمې يې له ماينونو پاکې کړې دي: ((ماين د خلکو ژوند اخلي او د سيمې د اوسېدونکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، موږ هڅه کوو چې افغانستان له ماينونو په بشپړه توګه پاک کړو.))
په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هېواد کې د سړک د غاړې ماينونه لویه ستونزه ده او هېوادوال يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړی زیاتوي چې وسله وال طالبان د بهرنيو کړيو په لارښوونه د سړک په غاړو ماينونه ږدي چې تر اوسه يې په زرګونو ملکي وګړي ټپيان کړي او وژلي دي. د دې وزارت وياند صديق صديقي وايي چې د سړک د غاړو ماينونه د نظامي ځواکونو تر څنګ د ملکي وګړو لپاره هم لویه ستونزه ده: ((امنيتي ځواکونه په پرلپسې توګه د سړک د غاړې ماينونه خنثا کوي، خو بیا هم ډېری ملکي وګړي د همدې ډول ماينونو ښکار کېږي. افغان امنيتي ځواکونو په تېرو لسو مياشتو کې د ۳نيم زره په شاوخوا کې د سړک غاړې ماينونه خنثا کړي دي.))
له بل لوري عام ولس د جګړې له ټولو اړخونو غواړي چې د نښتو پر مهال له ماينونو ګټه وانه خلي ځکه ډېری وخت يې زيان ملکي وګړو ته رسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA