ads

د هېواد په لوېديځ کې د دوه طالب قومندانانو په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي

چارواكي وايي، په فراه او بادغيس ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
8 وری 1396
د هېواد په لوېديځ کې د دوه طالب قومندانانو په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي

چارواكي وايي، په فراه او بادغيس ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې يې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د فراه د امنيې قومندانۍ وياند اقبال باهر وايي، طالبانو تېره شپه د پشت رود ولسوالۍ په ګجګين سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړی، چې په پايله کې يې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
باهر زياته کړه، چې طالبان په نښته کې له تلفاتو وروسته له سيمې وتښېدل او اوس مهال په سيمه کې حالت عادي دی.
د باهر په وينا په دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوی دی.
د يو بل خبر له مخې د بادغيس ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۵ طالبان وژل شوي.
د بادغيس د والي وياند ظاهر بهاند وايي، چې په وژل شويو کې د شايسته خان او محمدناصر په نومونو د طالبانو دوه سيمه ييز قومندانان هم شامل دي.
بهاند زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه پوليس هم ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA