ads

پکتيکا کې ښوونځيو ته د نويو ماشومانو د جذب په هدف کمپاين پيل شو

د پكتيكا ولايت په مټاخان ولسوالۍ كې ښوونځيو ته د هغو ماشومانو د جذب په هدف پراخ کمپاين ترسره شو، چې اووه كلنۍ ته رسېدلي وي.
په پوهنيزه برخه کې د عامه پوهاوي په دې کمپاين کې د پكتيكا د والي محمد الياس وحدت په ګډون د دې ولايت ولسونو، دولتي مامورينو او مدني فعالانو ګډون کړى وو.

نویسنده: sarwan
30 کب 1395

دغه کمپاين کوونکي د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې کور په کور وګرځېدل او له ولسونو يې غوښتنه وکړه، خپل واړه ماشومان دې، چې اووه كلن وي، ښوونځي ته ولېږي او زده کړې دې پرې وکړي.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل، چې په دغه ولايت كې اوس خلک له پوهې سره زياته مينه لري، خو لا هم په دې برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي لپاره ډېر څه په کار دي، چې ترسره شي.
د پکتيکا د پوهنې سرپرست رئيس نسيم واجد وايي، چې زده کړو ته د ماشومانو د جذب ياد کمپاين يې له مټاخان ولسوالۍ پيل کړ او دا لړۍ به د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې پلې شي، ترڅو ولسونه خپل ماشومان د زده کړو لپاره په ښوونځيو کې شامل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA