په خيبر پښتونخوا کې تېره شپه د ډزو په نتيجه کې څلور کسان وژل شوي دي.
ځايي رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، چې په نوښار بازار کې د پخوانۍ دښمنۍ له كبله په ډزو کې د دوو دوكاندارانو په ګډون څلور تنه ووژل شول.
پوليسو د هغو څلورو کسانو په اړه پلټنې پيل کړي، چې په قتل کې ښکېل بلل شوي دي.