ads

هرات کې ښځې مربا او رُب جوړوي

هرات د افغانستان د هغو لوديځو ولایتونو له ډلې دی چې د رنګا رنګ مېوو باغونه لري. د دغه ولایت یو شمېر ښځو له همدې فرصت په ګټې اخستنې یو شمېر ګټور کارونه پیل کړي دي.

نویسنده: sarwan
29 کب 1395
هرات کې ښځې مربا او رُب جوړوي

هرات د افغانستان د هغو لوديځو ولایتونو له ډلې دی چې د رنګا رنګ مېوو باغونه لري. د دغه ولایت یو شمېر ښځو له همدې فرصت په ګټې اخستنې یو شمېر ګټور کارونه پیل کړي دي.
دا مېوې بسته بندي کوي، له ځینو يې مربا جوړوي او بیا يې پلوري، دوی وايي، په دې سره غواړي خپلې اقتصادي ستونزې راکمې کړي.
زينب شفيعزاده په هرات ولايت كې د پيام دوستي په نوم د ښځو د ټولنې مشره ده، نوموړې د دغه ولایت د ګذرې ولــسوالــۍ د زیارتجاه کلي اوسېــدونــکــې ده او په دغه ولایت کې يې د ځوانو سوداګرو د ټولنې له لوري په جوړ شوي نندارتون کې ګډون کړی وو.
زینت شفيعزاده وايي، ټولنه يې د ميوو او سبو د پروسس په برخه كې كار كوي او بيا يې د نندارتونونو او مارکېټ له لارې پلوري: ((۲۴ ډوله مېوې په ځانګړي ډول مميز، دوه ډوله انځر، كشته، بادام، پسته او نورې وچې ميوې بسته بندي كوو او تر څنګ يې له مڼو، شفتالانو، زردالو، زرشك او نورو ميوو مربا او له رومي بانجانو رُب جوړوو.))
زینب زیاتوي، اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو ښځې اړ ايستې چې د يوه كار په لټه كې شي او د ځان لپاره حلال کسب وګوري: ((د کار په پیل کې مو هېڅ پانګه نه لرله، په ډېرو کمو امکاناتو او د مېوو له خپل باغ څخه مو په کار پیل وکړ.))
زينــب زيــاتــوي، د(WDOI) په نوم د يوې موسسې مشر چې د ښځو لپاره كار كوي، د دوی محصولات ډېر خوښ کړل او دوی ته يې د کار دستګاه او نور وسايل ورکړل.
زينب هم د نورو سوداګرو ښځو په څېر د خپلو محصولاتو د پلور لپاره نندارتونونه خورا اړين او اغېزناک ګڼي، خو ټینګار کوي چې باید د دوی د محصولاتو لپاره بازار وموندل شي.
نوموړې وايي، تر کومه وخته به نندارتونونو ته په تمه وي چې خپل محصولات پکې وپلوري. نوموړې زیاتوي، که څه هم په دغه ولایت کې د ښځو د محصولاتو لپاره یو ځانګړی بازار هم وجود لري، خو د دوی د محصولاتو د خرڅلاو لپاره کافي نه دی او دغه ډول نورو او پراخو هڅو ته اړتیا شته.
زينب له حکومت سخته ګيله لري چې له دوی سره يې د کاروبار په پراخېدو کې مرسته نه ده کړې او په ډېرو ستونزو يې خپل کاروبار په پښو درولی دی: ((پانګه مو نږدې ۵ لكه افغانۍ ته رسېدلې وه چې سيلاب راغی او زموږ د ټولنې ودانۍ يې ونړوله، د دې لپاره چې موږ ټولې ښځې وو، دولت هېڅ پاملرنه راته ونه كړه او نه يې هم زموږ پوښتنه وكړه، خو موږ خپل همت له لاسه ور نه كړ او بيا مو په خپل كار پيل وكړ چې نن دا دي ښه عاید لرو.))
زينب زیاتوي، د دوی تولید شوې مربا او رُب لوړ کیفیت لري، خو دا چې د ښې بسته بندۍ لپاره يې د اړتیا وړ وسایل نه لري، په هغه ډول نه پلورل کېږي چې بهرني پلورل کېږي.
نوموړې ټينګار کوي چې که دولت د خپلو محصولاتو د بسته بندۍ په برخه کې ورسره مرسته وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي، د محصولاتو کچه به يې لوړه شي او د افغانستان ګوټ ګوټ ته به ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA