ads

د وژل شوو سرتېرو د کورنیو او ټپي شوو سرتېرو پوښتنه نه کېږي

له تېرې یوې نيمې لسيزې راهيسې له وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې سره په جګړه کې افغان ټپي شوي سرتېري وايي، که څه هم دوی له خپلې خاورې د دفاع په لاره کې د خپل بدن شيرين غړي له لاسه ورکړل، خو اوس مهال يې حکومت پوښتنه نه کوي او په خورا بد حالت کې ژوند کوي.

نویسنده: sarwan
25 کب 1395
د وژل شوو سرتېرو د کورنیو او ټپي شوو سرتېرو پوښتنه نه کېږي

له تېرې یوې نيمې لسيزې راهيسې له وسلهوالو طالبانو او داعش ډلې سره په جګړه کې افغان ټپي شوي سرتېري وايي، که څه هم دوی له خپلې خاورې د دفاع په لاره کې د خپل بدن شيرين غړي له لاسه ورکړل، خو اوس مهال يې حکومت پوښتنه نه کوي او په خورا بد حالت کې ژوند کوي.
له بل لوري د افغان پوځ د یو شمېر وژل شوو سرتېرو کورنۍ هم وايي چې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی په ځانګړي ډول له دفاع وزارت غوښتنه کوي چې د ستونزو په لرې کولو کې دې ورسره مرسته وکړي.
ریاض احمد له نن څخه پوره اته کاله وړاندې د پکتیکا ولایت د وازې خوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د جګړې پر مهال ټپی شو. نوموړي کلید ته وویل، له خپل هېواد د دفاع په لاره کې يې د بدن خواږه غړي له لاسه ورکړل، خو اوس يې څوک پوښتنه هم نه کوي.
نوموړی وايي، تر یوې مودې دولت ډیرې کمې پیسې ورکولې، خو اوس هغه هم پرې قطع شوې دي: ((د هېواد لپاره مو قرباني ورکړه، خو اوس مو څوک پوښتنه نه کوي، په بد حالت کې ژوند کوو، چاته ووايو، چارواکي ټول ويده دي.))
له بل لوري د افغان پوځ د یوه وژل شوي سرتېري د کورنۍ غړي زیرک چې یو نیم کاله مخکې یې د ملي اردو په لیکو کې خپل ورور له لاسه ورکړی، کلید ته وویل، د ورور او خپلې کورنۍ دواړو سرپرستي ور په غاړه ده، خو دولت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
هغه زیاتوي، دوی د هېواد د ساتنې لپاره قرباني ورکړه، نو دولت دې هم د دوی او د وژل شوي سرتیري د اولادونو د ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي: ((ټپي شوم، قرض او پور مې له خلکو واخسته اوس مې هیڅوک پاڼه هم نه اړوي چې ته څوک یې کنه، بس دا ګناه کړې مو وه، چې خپلو خلکو ته مو خدمت کاوه.)) د دې ترڅنګ د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي نسیم خان هم کلید ته وویل، د ماین په یوه چاودنه کې یې لاس پرې شوی او اوس په یوه لاس د ژوند چارې مخته وړي، خو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
هغه زیاتوي، لس میاشتې یې په روغتون کې تېرې کړې او د خپلې درملنې لپاره یې له ملګرو قرض او پور ترلاسه کړی دی: ((دا یو نیم کال کېږي، چې ټپي شوی یم، بس هیڅوک مو غم نه خوري، له خلکو مې پيسې په پور واخستې چې د ځان درملنه پرې وکړم.))
له بل لوري په ختیځ کې د ملي اردو چارواکي که څه هم د ټپي شویو سرتېرو او د وژل شوو سرتیرو د کورنیو ستونزې مني خو وایي، افغان حکومت هغه ډول امکانات په لاس کې نه لري، چې د دوی ټولې ستونزې ور حل کړي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، د وزارت په کچه یې هڅې پیل کړې، چې د پوځ په لیکو کې د وژل شوو سرتېرو د کورنیو ترڅنګ له ټپي شوو سرتېرو سره هر ډول مرستې وشي او ستونزې يې حل شي: ((موږه د سرتېرو ستونزې منو، چې دوی ستونزې لري، هغه ډول چې لازمه ده، دوی ته رښتیا هم رسېدنه نه ده شوې او هڅه کیږي، چې د ټولو سرتېرو ستونزې حل کړو.))
د افغان پوځ په لیکو کې د وژل شوو سرتېرو کورنۍ او ټپي شوي سرتېري داسې مهال دوی ته د حکومت له نه پاملرنې سر ټکوي چې د پوځي چارو د کارپوهانو په خبره، د سم پلان، ښه مديريت او د تجهيزاتو د نشت له کبله په جګړه کې د افغان امنیتي سرتېرو مرګژوبله ډېره شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA