ads

ټوله پکتیکا یوازې یوه متخصصه ډاکټره لري

په پکتیکا کې د ټول ولایت په کچه یوازې یوه متخصصـه ډاکټــره فعالیــت لــري. د دغـــه ولایت اوسېدونکي وايي، په ډېرو سختیو او ستونزو له لرې پرتو ولسوالیو خپل ناروغان د پکتیکا مرکز ښرنې ملکي روغتون ته راوړي. ځکه د ټول ولایت په کچه یوازينۍ ښځينه متخصصه ډاکټره په همدې روغتون کې په خدماتو بوخته ده.

نویسنده: The Killid Group
10 سلواغه 1395
ټوله پکتیکا یوازې یوه متخصصه ډاکټره لري

په پکتیکا کې د ټول ولایت په کچه یوازې یوه متخصصـه ډاکټــره فعالیــت لــري. د دغـــه ولایت اوسېدونکي وايي، په ډېرو سختیو او ستونزو له لرې پرتو ولسوالیو خپل ناروغان د پکتیکا مرکز ښرنې ملکي روغتون ته راوړي. ځکه د ټول ولایت په کچه یوازينۍ ښځينه متخصصه ډاکټره په همدې روغتون کې په خدماتو بوخته ده.
پکتیکا د هېواد په کچه نسبتاً لوی ولایت دی او کله یې چې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي خپل ناروغان د ولایت تر مرکز ښرنې رسوي له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، ساعتونه مزل کوي او کله کله خو داسې پېښېږي چې ناروغان په لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالقادر کلید ته وویل، ډېری وخت د اومنې ولسوالې په لاره وسلهوال طالبان ماینونه ږدي، خو دوی اړ دي، چې په همدې خطرناکو، ناامنو او خرابو لارو خپل ناروغان تر مرکز ښرنې ورسوي: ((که د پکتیکا په ولسوالیو کې ډاکټران او په ځانګړي ډول ښځينه ډاکترانې وای نو اړ به نه وو، چې خپل ناروغان په دې سختو شرایطو کې تر مرکز ښرنې راوړو، هر څه له مجبورۍ کېږي.)) د دې ولایت د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي نظرخان کلید ته وویل، د دوی ولسوالۍ له مرکز هومره لرې ده، چې د یوه ناروغ د انتقال لپاره اړ دي ۲۴زره کلدارې کرایه ورکړي، څو یې ناروغ تر مرکز ښرنې ورسوي: ((هلته کومه ښځينه ډاکټره نشته چې د ولادت پر مهال له مېرمنو سره مرسته وکړي، نو ځکه مونږ اړ یو په ساعتونو ساعتونو مزل وکړو او خپل ناروغ تر ښرنې راورسوو)).
له بل لوري د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ابراهیم کلید ته وویل، که له یوه لوري پکتیکا ولایت پراخ مساحت لري، له بل لوري زیات نفوس هم لري، خو په دې ولایت کې یوازې یوه متخصصه ښځينه ډاکټره شته، چې په هېڅ صورت دغو ټولو ناروغانو ته رسېدنه نه شي کولای. نوموړی زیاتوي، د ښرنې ملکي روغتون ته نه یوازې د پکتیکا ولایت اوسېدونکي مراجعه کوي، بلکې له نورو ولایتونو هم ورته ناروغان مراجعه کوي، خو طبي پرسونل او اسانتیاوې یې بیا هومره نه دي، چې ټولو مراجعينو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.
په همدې حال کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت کلید ته وویل، په پکتیکا ولایت کې ښځینه ډاکټرانو ته سخته اړتیا ده او په تشکيل کې هم خالي بستونه لري، خو په دغه ولایت کې ښځينه ډاکټرانې نشته او د نورو ولایتونو ډاکټرانې حاضرې نه دي، چې په دغه ولایت کې دنده اجرا کړي له همدې کبله تر دې مهاله دغه ستونزه پر ځای ده. وحدت زیاتوي، که چېرې د هېواد له نورو ولایتونو ښځينه ډاکټرانې په دې ولایت کې کار کولو ته زړه ښه کړي، پوره اسانتیاوې به ورته چمتو کړي.
د ښځينه ډاکټرانو د کمښت تر څنګ په ټوليز ډول په پکتیکا ولایت کې روغتيايي خدمات کمزوري او خلک شکایت کوي، چې په ښه ډول دغه ولایت ته پاملرنه نه ده شوې.
د یادولو ده چې د پکتیکا تر څنګ په یو شمېر نورو جنوبي او جنوب ـ ختيځو ولایتونو کې روغتيايي خدمتونه د ډاډ وړ نه دي او خلک اړ دي، چې خپل ناروغان یا پاکستان ته یوسي او یا یې هم په ډېرو ستونزو د ولایتونو تر مرکزونو ورسوي. د دغو سيمو اوسېدونکي له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي خدمات برابر کړي او ستونزې یې له منځه یوسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA