ads

داعش ډلې ننګرهار كې د ملكي خلكو لسګونه كورونه سوځولي

داعش ډلې د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې لسګونه هغه کورونه سوځولي، چې له مودو راهيسې په کې څوک نه اوسېدل .

نویسنده: The Killid Group
25 مرغومی 1395
داعش ډلې ننګرهار كې د ملكي خلكو لسګونه كورونه سوځولي

داعش ډلې د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې لسګونه هغه کورونه سوځولي، چې له مودو راهيسې په کې څوک نه اوسېدل .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د کوټ ولسوالۍ بابا غونډۍ او بر سې پاى هغه غرنۍ سيمې دي، چې سلګونه کورنۍ يې له مودو راهيسې د جګړې له كبله نورو سيمو ته کډوالې شوي او خپل کورونه يې خالي پرېښي وو.
سرچينه زياتوي، داعش وسله والو د جمعې په ورځ په يادو سيمو کې شاوخوا ۶۵ کورونو ته اور اچولى او په خبره يې، د دې اورلګېدنې په مهال په کورونو کې څوك موجود نه وو، نو ځكه ځاني زيان نه لري .
د سرچينې په وينا، له يادو کورونو څخه د کورونو مالکانو ټول توکي په پخوا وختونو کې له ځان سره لېږدولي وو، ځکه يې د مالي زيان کچه هم ښايي لوړه نه وي .
په ورته وخت كې د کوټ يو قومي مشر ملک احمدزی د داعش ډلې له لوري په سې پای سيمه کې د شاوخوا دوه سوه کورونو او په كې د پاتې توکو د سوځولو خبره كوي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د داعش له خوا ياده کړنه يو وحشت ګڼي او زياتوي، دغه وحشي ډله غواړي له دې لارې د ولسونو په منځ کې وېره خپره کړي، چې بريالۍ به نه شي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA