ads

ناز: د زړه ماڼۍ مې چا نه ده فتح كړې

فرزانه ناز چې د هېواد له نويو سندرغاړو ده، په دې وروستيو كې یې د ښو سندرو د ويلو له كبله ډېر مينه وال پيدا كړي. كه څه هم ناز لا دومره ډېرې سندرې نه دي ويلې، خو مينه وال يې ادعا كوي چې لږې، خو ښې سندرې يې ويلې دي، په ننګرهار کې د […]

نویسنده: The Killid Group
24 تله 1390
ناز: د زړه ماڼۍ مې چا نه ده فتح كړې

فرزانه ناز چې د هېواد له نويو سندرغاړو ده، په دې وروستيو كې یې د ښو سندرو د ويلو له كبله ډېر مينه وال پيدا كړي. كه څه هم ناز لا دومره ډېرې سندرې نه دي ويلې، خو مينه وال يې ادعا كوي چې لږې، خو ښې سندرې يې ويلې دي، په ننګرهار کې د کلید راډیو سیمه ییزې ځانګې له نوموړې سره د زړه خواله کړي چې دا دی متني بڼه یې د کلید اوونیزې له لارې تر تاسو درنو لوستوالو دررسو:

فرزانه ناز چې د هېواد له نويو سندرغاړو ده، په دې وروستيو كې یې د ښو سندرو د ويلو له كبله ډېر مينه وال پيدا كړي. كه څه هم ناز لا دومره ډېرې سندرې نه دي ويلې، خو مينه وال يې ادعا كوي چې لږې، خو ښې سندرې يې ويلې دي، په ننګرهار کې د کلید راډیو سیمه ییزې ځانګې له نوموړې سره د زړه خواله کړي چې دا دی متني بڼه یې د کلید اوونیزې له لارې تر تاسو درنو لوستوالو دررسو:

كليد:  فرزانې كه راته ووايې چې د کومې سيمې يې؟

فرازنه : پلارنۍ ولايت مې بغلان دى، خو مور مې د کابل اوسېدونكې ده او زما زوكړه هم په كابل كې شوې او دا وخت هم په كابل كې اوسم.

كليد: څومره زده کړې مو كړې دي؟

فرزانه:  تر دولسم ټولګي مې زده کړې کړې دي.

كليد: ولې مو لوړې زده کړې ونه كړې، ټمبله وې که څنګه ؟

فرزانه: هاهاهاها (خندا) نه ټمبله خو نه وم، که ريښتيا راباندې وايي کله چې له دولسم ټولګي فارغه شوم، نو له سندرو ويلو سره مې ډېره ليوالتيا وه.

كليد: د هنر  ډګر ته څه وخت راووتې؟

فرزانه: دوه کاله کېږي چې د ټلوېزيون په پرده راښکاره شوې یم.

كليد: څومره سندرې دې ويلې دي؟

فرزانه: د ٢٠ په شاوخوا کې.

كليد: تاسو ولې دې هنر ته زړه ښه كړ؟

فرزانه: له ماشومتوبه مې له ځان سره سندرې ويلې، تل مې په مركو كې ويلي چې زما د سندرو ويلو انګيزه يوازې همدا وه.

كليد: كه په كنسرټ كې د مينه والو له خوښې تېر شو، نو ستا په خپله څرنګه شعرونه خوښېږي، آیا خپله هم شاعري کوې؟

فرزانه: رښتيا هم اورېدونکي زيات وخت مستې سندرې خوښوي، ځكه مې  زياتره مستې سندرې ويلې دي، خو زما په خپله ارامې سندرې خوښېږي، ما تراوسه د شعيب جان او كږه وال شعرونه ويلي دي، خو په خپله شاعره نه يم، په خندا: كه د نورو شعرونه سم ووايم دا به هم توره وي.

كليد: په خپله دې هم د چا سندرې خوښېږي؟

فرزانه: ولې نه د مېرمن نغمې تر اغېز لاندې يم.

كليد: تراوسه مو  کوم سندرغاړي سره سندره زمزمه كړې؟

فرزانه : نه لا تردې دمه خو مې له کوم سندرغاړي سره په غبرګو اوازونو سندره نه ده ويلې.

كليد : كيداى شي مينه وال مو د نويو سندرو په تمه وي،نوې سندرې مو ويلي دي؟

فرازنه: هو نوې سندرې مې ويلي  په دوو نويو البومونو مې کار کړى دى چې په نږدې راتلونکې کې به  بازارته راووځي.

كليد: يو شخصي پوښتنه: ښايي ځينو لوستونكو ته دا سوال پيدا وي چې فرزانه ناز واده كړى او كنه ستاسو ځواب به څه وي؟

فرزانه : هاهاها (خندا) دا هغه پوښتنه ده چې زه ورسره په هره مرکه کې مخ کېږم، خو تراوسه مې واده نه دى كړى.

كليد: نو ستونزه په څه كې ده چې تراوسه پورې دې واده نه دى كړى، څوک درته نه پيدا کېږي او که جنګيركه يې؟

فرزانه : هاهاها(خندا) نه جنګيرکه، خو نه يم  خوتر اوسه داسې  څوک نه دى پيدا شوى چې زما د زړه ماڼۍ دې فتح کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA