د خوست دوه اوسېدونکي مجید او ګل سمین وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسي يوازې د دوی په کلي کې ډېرې غواګانې په دغه ناروغۍ اخته شوې او د شيدو ځینې قیمتي غواوې يې مړې کړې هم دي.
«زما په کور کې لس غواوې دغې ناروغۍ نېولي دي، تر اوسه هم د تداوۍ لاندې دي، زما خپله یوه غوا مړه شوه او یوه بله له څو ورځو راهیسې ولاړه ده او څملستلی نه شي.»
«زموږ د کلیوالو زیاتې غواوې مرض نېولي دي، چې په دې کې ځینې ډېرې قیمتي غواوې مړې شوې او زموږ یوه خوسکۍ پرون ورځ له دغې ناروغۍ څخه مړه شوه.»
د یادې ناروغۍ په اړه د خوست شیخ زاید پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي مسوولینو د عامه پوهاوي کنفرانس هم ورکړ. دوی وويل، دغه ناروغي د “لمفي سکېن” په نوم يادېږي، چې په دې وروستیو کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د وترنري پوهنځي استاد اجمل خوستی وايي، دا ناروغي یوازې په غواګانو اغېز کوي، انسانانو او نورو څارویو ته د انتقال وړ نه ده. نوموړي همدارنګه وویل، چې د دې وبا د مخنیوي لپاره باکیفیته واکسینو ته اړتیا ده:
«د دې وبا د کنترول په موخه دې خارجي باکیفیته واکسين راوړل شي ترڅو په وخت واکسین شي او موږ په ساحه کې چې کار کوو هغه وقایوي تدابیر دي، د ناروغ څاروي لپاره موږ صرف اعراضي تداوي کول شو.»
په ورته وخت کې د خوست د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، دا ناروغي د خوست نېږدې ټولو سيمو ته خپره شوې او نوره هم د خپرېدو په حال کې ده، چې له امله يې بې شمېره څاروي مړه شوي دي.
د زراعت د وترنرۍ برخې مسوول ډاکټر قاسم وویل، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې خلکو ته بېلابېلې سپارښتنې کړې او په وينا يې، خلک دې د وترنرانو سپارښتنې عملي کړي:
«کوم څاروي چې ناروغه دي باید د یو معالج ډاکټر د تداوۍ لاندې ونېول شي، د خوراک، څښاک او پاکوالي برخه کې یې پام وشي، د نورو حیواناتو نه باید جلا وساتل شي او محیط یې باید صفا وي.»
د یادونې وړ ده، چې دغه ناروغي د خوست ترڅنګ د افغانستان په نورو ولایتونو پکتیا، لوګر او ننګرهار کې هم خپره شوې، چې له کبله یې تراوسه په سلګونو څاروي مړه شوي دي.