د افغانستان لپاره د دغه ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغه غونډه کې یې د افغان زړورو مېرمنو له یوې ډلې سره دوه ورځنۍ غونډه لرله.
نیکلاسن زیاته کړې چې په دغه غونډه کې یې د افغان ښځو د وضعیت په اړه بحثونه کړي.
دا بحثونه وروسته له هغې کېږي چې نړیواله ټولنې د اسلامي امارت پر هغه پرېکړې اندېښنه ښودلې چې پر افغان مېرمنو یې وضعه کړي.
د جنسیتي انډول په چارو کې د اروپایي ټولنې سفیرې ستیلا رونر پرخپلې ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دغه غونډه کې له افغانستان سربېره د نورو ځایونو څخه شپېته تنه ښځې ګډونوالې وې.
د رونر په خبره یاده غونډه په داسې وخت جوړېږي چې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ هم په کابل کې دی او هڅه کوي چې د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو ترمنځ د ښځو په برخه کې همکاري دوام کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ