دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۳ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۵۶ زره او ۳۶۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۳زره ۸۱۷ په مکسیکو کې ۱۰۶زره او ۷۶۵، په هند کې ۱۳۷زره او ۶۲۱، په بریټانیا کې ۵۹ زره ۱۴۸، په ایران کې ۴۸ زره او ۶۴۸او په پاکستان کې ۸۱۶۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ