د بلخ امنیتي چارواکي د مختلفو قضیو په تړاو د ۸۳ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د بلخ امنیه قومندان اجمل فایز د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه له نهو غلا شوو موټرو سره یوځای د مختلفو قضیو په تړاو د ۸۳ کسانو په نیول کېدو توانېدلي دي.
فایز زیاته کړه، چې دغه کسان د جنایي جرمونو لکه د وسله والو وژنو، غیر قانوني وسلو ګرځولو او د مبایلونو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د هغه په خبره، له نیول شوو کسانو څخه ۱۷ میله مختلفې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.