د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش د کرکټ له ملي لوبډلې سره د درې اړخيزو ۲۰ اوريزو سياليو پايلوبه کوي.
د كركټ يادې درې اړخيزې سيالۍ د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش ترمنځ پيل شوې وې، چې افغانستان په کې دوه لوبې وګټلې او دوه يې وبايللې.
دغه لوبې، چې د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش په کوربه توب پيل شوې وې، ټاکل شوې د كابل په وخت نن مازديګر پنځه بجې يې د افغان او بنګله دېشۍ لوبډلو ترمنځ پايلوبه پيل شي.
بلخوا ويل کېږي، چې ممکن راشد خان په تېره لوبه کې د ټپي کېدو له کبله په پايلوبه کې ونه لوبېږي.