د کاناډا حكومت وايي، د چین په یانتای ښار کې يو بل كاناډايي وګړى نیول شوی دی.
سرچينې د دغه نیول شوي کس په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي او دا هم معلومه نه ده، چې د هغه قضیه په چین كې د ۱۹ نیول شوو كاناډایي وګړو په موضوع پورې تړاو لري او که نه.
د چین او کاناډا ترمنځ اړیکې د منګ وانژو تر نیول کېدو وروسته ترینګلې شوې.
تر دې وروسته دوه کاناډایي وګړي په چین کې د معلوماتو د غلا كولو په تور ونیول شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ