د هرات په زاول ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا پېښه نن سهار د هرات – كندهار پر لويه لار له يوه بار وړونكي موټر سره د يوه فلاينكوچ د ټكر له كبله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په دې ټرافيكي پېښه كې درې تنه وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل دي.
د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل، د سړكونو خرابوالى، د موټرونو ګړندى تګ او ځينې نور په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ