د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له خوا په تازه راپور کې راغلي چې روان کال به د بودجې کمښت په افغانستان کې د سرپناه، روغتیا، خوړو او تغذيې، خونديتوب او زدهکړو په برخو کې د مرستو د درېدو لامل شي.
په راپور کې زياته شوې، هغه برخې چې د ملاتړ د نشت کبله د مرستو درېدو له ګواښ سره مخ دي، د خوړو نه خوندیتوب، کرنه، بې ځایه شویو ته بېړنۍ سرپناه او د سرپناه بیا رغونه په کې شامل دي.
اوچا زياتوي چې د روغتیا برخه او بېړني روغتیایي خدمتونه تر متوسط ګواښ لاندې دي، خو د زدهکړې، د ماشومانو د ملاتړ، اوبو، ضد عفوني کولو او د کلورین ټابلیټونو برخه له اپرېل څخه تر جون میاشتو پورې د مرستې درېدو له ټیټ ګواښ سره مخ ده.
د مرستو د کموالي خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه اړمنو کسانو له ډلې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.