ads

سره صلیب: هڅه کوو افغانستان سره مرستې زیاتې کړو

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیواله فدراسیون وايي، هڅه کوي چې روان کال له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي

نویسنده: Kamran Ahmadzai
6 غویی 1403
سره صلیب: هڅه کوو افغانستان سره مرستې زیاتې کړو

د یاد فدراسیون مشر الکساندر میتیو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، دوی د اسلامي امارت له ټولو ادارو سره غوره اړیکې لري او هڅه کوي چې اوږدو همکاریو ته لاره هواره کړي.

الکساندر زیاته کړې په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو را اېستل افغانستان کې پر بشري حالت ناوړه اغېزه کوي او دوی په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

هغه زیاته کړې، له دوی څخه د اسلامي امارت ملاتړ کولای شي چې له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړی.

مولوي عبدالکبیر په یو شمېر ولایتونو کې د سره صلیب لخوا له روغتونونو سره د مرستو د بیا پیل غوښتنه وکړه وې ویل، اسلامي امارت د بشري مرستو رسولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره همکار دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA