د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې د تېر کال د اکټوبر د اوومې په زلزله کې د مړو شویو کسانو له ډلې ۵۸ فیصده یې ښځې وې چې له ډلې یې ۶۰فیصده ټپیانې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې په ځپلشویو سیمو کې له ۵۰۰ ښځینه وو سره نغدي مرسته شوې، خو د ورکړل شویو مرستو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د دغه راپور په دوام کې دا هم ویل شوي چې له ۶۰۰ښځو سره د غیر خوراکي توکو لکه کمپلې، کالي، چپلکو او خېمو مرسته شوې او ۳۷۰ نورو مېرمنو رواني او ټولنیزې مرستې ترلاسه کړې دي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه په هرات کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زورورې زلزلې تر ټولو زیاتې ښځې او ماشومان اغېزمن کړل.