ads

د ځمکې نړیواله ورځ؛ د ساتنې لپاره یې باید څه وشي؟

د ځمکې نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د چاپېریال ساتنې په هدف لمانځل کېږي.

فرشته خرمي
3 غویی 1403
د ځمکې نړیواله ورځ؛ د ساتنې لپاره یې باید څه وشي؟

د نړۍ ډېری هېوادونه د چاپېریال په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې پراخ پروګرامونه پیلوي چې د ځمکې ساتنې کلتور ته وده ورکړي او له طبیعي سرچینو څخه عادلانه کار واخلي.
زموږ په هېواد کې په همدې تړاو د چاپېریال ساتنې یو شمېر فعالان وايي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې چاپېریال زیانمن شوی دی.
د چاپېریال ساتنې یو تن کارپوه عزیز احمدي وايي، په ښارونو کې د نفوس ډېرېدل او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د خلکو او چارواکو بې غوري چاپېریالي بحران او ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي:
«ولې موږ په سیندونو او شنو سیمو کې د فاضله توکو په اچولو سره په طبیعت کې ژوند له مینځه وړو. راځئ چې خپل چاپېریال وساتو، طبیعت ته شنه او تازه توب او ځان ته خوښي ورکړو.» په ورته وخت کې د چاپېریال ساتنې یو فعال شاه نور امیر وايي، چې د پاکې ځمکې د لرلو او له طبیعي زېرمو څخه د دوامدارې استفادې لپاره یوې عمومي او هراړخیزې مبارزې ته اړتیا ده:
«صنعتي انقلاب ځمکې ته تر ټولو لوی زیان اړولی دی. د دې لپاره چې له ځمکې څخه په دوامداره توګه ګټه واخلو، موږ باید صنعتي فعالیتونه او د ځنګلونو وهل کنټرول کړو او د اوبو د سرچینو او ځنګلونو ساتنه وکړو؛ ترڅو راتلونکي نسلونه وکولی شي له طبیعي سرچینو ګټه واخلي.»
هغه ټینګار کوي چې د اقلیمي بدلون د بحران حل کول، د پلاستیک ککړتیا پای ته رسول، د وحشي ژوو ساتنه او د چاپېریال ساتنې کمپاین پیل کول د ځمکې په ساتنه کې اغیزمن تمامېدای شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خلکو غوښتي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دغه اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې چاپېریالي او اقلیمي مسایل سیاسي نه کړي او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، ځکه افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له کبله تر ټولو ډېر زیانمن شوی دی.
دا څرګندونې داسې مهال ترسره کېږي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د اقلیمي بدلون په تړاو ځانګړې غونډه نن د رسنیو په مرکز کې پیل شوه چې درې ورځې به دوام وکړي.
په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین ډاکټر زین العابدین عابد ویلي چې که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې ډېر لږ رول لري، خو د اوبو، زراعت، ځنګلونو، انرژۍ، شنو ځمکو، څړ ځایونو، تنوع حیات او په نورو برخو کي یې فوق العاده صدمه لېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA