ads

له پاکستان څخه د ستنو شويو افغان ماشومانو لپاره د زده کړو برابرولو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې کمیټې( سیف د چېلډرن ) وایي چې په تیرو څه باندې اوو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته نږدې ۲۵۰ زره افغان ماشومان هېواد ته ستانه شوي چې په بیړني ډول د خوړو او سرپناه په ګډون زده کړو ته لاس رسي ته اړتیا لري.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
1 غویی 1403
له پاکستان څخه د  ستنو  شويو افغان ماشومانو  لپاره د زده کړو برابرولو غوښتنه

د یادې ادارې له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې وروسته شاوخوا ۵۲۰ زره افغان کډوال چې نږدې نیمايي یې ماشومان دي افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې ادارې لخوا د تر سره شوې سروې موندنې ښيي چې دغو ستنو شویو کډوالو ماشومانو ۶۵ فیصده یې چې په پاکستان کې په ښوونځیو کې زده کړې کولې اوس په افغانستان کې په ښوونځیو کې نه دي شامل شوي.
په دې سروې کې ویل شوي چې ۸۵ فیصدو مرکه شویو سروې کوونکو ته ویلي چې دوی په ښوونځیو کې د شاملیدو او ثبت لپاره د اړتیا وړ اسناد نلري.
د یادونې ده چې اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي وو چې له راستونو شویو کډوالو سره به په هره برخه کې مرسته وشي او دوی ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA