ads

له سختو شخړو سره د مخامخ هېوادونو په لست کې د پاکستان شاملېدل

ای ایم ایف پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې له سختو شخړو سره مخامخ دي

Azizi
1 غویی 1403
له سختو شخړو سره د مخامخ هېوادونو په لست کې د پاکستان شاملېدل

د پیسو نړیوال وجهي صندوق ای ایم ایف پاکستان د هغو شپږ هېوادونو په لست کې شامل کړی، چې له سختو اقتصادي ګډوډیو سره مخامخ دي.
د دې سازمان د څرګندونو له مخې د اقتصادي پالیسیو له کبله د دې هېوادونو اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کېدای شي.
د ای ایم ایف په راپور کې ویل شوي چې دغه هېواد د عراق، سوریې، صومالیې، سودان او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په لیست کې شامل شو ی چې له سختو شخړو سره لاس او ګرېوان دي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ پېښو تر څنګ سیاسي بې ثباتي او د بیو ګرانوالی هم لویې ستونزې دي چې د پاکستان لپاره لوی خطرونه دی.
د یادونې ده چې په وروستیو څو کلونو کې د پاکستان اقتصاد له سختو ننګونو سره مخ دی او دغه هېواد تر ملا ماتوونکو پورونو لاندې دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA