ads

له ایران څخه د افغان کډوالو د استلو د بهیر چټکېدل

ایراني چارواکي وایي چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر درې برابره چټک شوی دی.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
1 غویی 1403
له ایران څخه د افغان کډوالو د استلو د بهیر چټکېدل

د پلازمېنې تهران د وګړو او کډوالو د چارو عمومي ريیس احسان حیدري له ایرما خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي له دغه ښاره د غیرقانوني افغان کډوالو د لېږلو بهير درې برابره چټک شوی دی.
نوموړی زیاتوي د نوي کال په لومړیو ورځو کې د ايران له پارکونو څخه څه باندې اته زره غیرقانوني افغان کډوال نیول شوي دي.
حیدري وایي چې دغه کډوال افغانستان ته د لېږلو په نيت کمپونو ته انتقال شوي او دا یې هم وویل چې په تهران کې تر وروستي غیرقانوني افغان کډوال پورې به د کډوالو راټولولو لړۍ ته دوام ورکړي.
داپه داسې حال کې ده چې د تېر کال په نومبر میاشت کې له پاکستانه د بى اسناده افغان کډوالو د اجباري اخراج د لړۍ په پايله کې له دغه هېواده څه باندې ۵۲۰ زره کډوال ایستل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA