ads

هلمند او ارزګان کې د وروستیو ورښتونو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي 

د هلمند د اطلاعاتو او کتلور ریاست رییس حافظ عبدالباري راشد کلید ته ویلي چې د سیلابونو له کبله په کجلي ولسوالي کې د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي دي

کامران احمدزی
31 وری 1403
هلمند او ارزګان کې د وروستیو ورښتونو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي 

په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په همدې حال کې د ارزګان په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالیو کې له تېرې ورځې راهیسې د ورښتونو له کبله پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي چې یاده مرګ ژوبله د کورونو د چت لوېدو پېښو کې رامنځته شوې ده.

د یادونې ده چې په هېواد کې د وروسیتو ورښتونو له کبله تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA