اسلامي امارت هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر دې پېښې خواشیني ښوودلې او د ده مړینه یې یوه لویه ضایع بللې.
که څه هم په اعلامیه کې د اخندزاده د وژل کېدو د ځای په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا ډول کړنې په کې جنایت او ستر جرم ګڼل شوی.
لاهم چا د یادې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
بل لورته د پاکستان حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.