ads

په خوست کې د تنور جوړونکو ستونزې

په خوست کې یو شمېر تنور جوړونکي وايي، د پرمختللو وسایلو او د مناسب ځای نشت دغه کاروبار پیکه کړی چې له کبله یې توکو ته مناسب بازار نه پیدا کېږي.

بصیر یاد
29 وری 1403
په خوست کې د تنور جوړونکو ستونزې

دوی د دغه کاروبار د ودې او پیاوړتیا لپاره د حکومت لاسنیوی مهم بولي او غوښتنه کوي چې اړونده ادارې دې د توکو د خرڅلاو لپاره د بازار موندنې په برخه کې همکاري ورسره وکړي.
د خوست اوسېدونکی میرزا وايي، له لسو کلونو زیات وخت کېږي چې د همدغه صنعت پرمټ خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي، خو په خبره یې چې د مناسب ځای او وسایلو نشت د دغه صنعت د غوړیدا مخه نېولې ده:
«ډېر مشکلات دي اوس یې له غریبۍ او کاروبار څخه یې غورځولي یوو، د ځای مشکل دی چې ځای دې نه وي، نو کاروبار پر ځای پاتې شي او مخته تګ نه کوي. که دوکاندار سړی هم وي چې مخه یې بنده وي نو کار نه شي کولی.»
د دغه ولایت یو بل تنور جوړونکی جمیل هم وايي، د مناسب ځای او منظمو وسایلو د نشت ترڅنګ له بهرنیو هېوادونو هم ځینې توکي هېواد ته واردیږي چې د دوی پر کاروبار یې منفې اغېز کړی دی:
«ګدانۍ دي خوست ته ګلدانۍ له پاکستان څخه راځي، په دې چې دلته یې څوک نه جوړوي نو له پاکستان راوړل کېږي. دلته ځای نه شته د ځای له وجې له موږ څخه کاروبار پاتې دی.»
بل لورته د خوست ښاروالۍ مسوولین د ښاري اصنافو لپاره د مشخصو ځایونو د نشت ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د نورو اصنافو ترڅنګ د تنور جوړونکو شته ستونزې هم هوارې شي.
خوست ښاروال بسم الله بلال وویل، هڅه کوي چې کولالي توکو ته مناسب بازار پیدا کړي او د دې سربېره به وړ ځای هم ورته وټاکل شي:
«هغې باندې موږ اجرات کوو ترڅو هر صنف ته مناسب ځای پیدا کړو او انتقال یې کړو او د دې ترڅنګ د تنور جوړولو کوم کسان چې دي ممکن دوی ته ګیله هم ولاړه وي، خو دوی نه به د دوی په خوښه مناسب ځای پیدا کوو او له هغې وروسته به انتقالیږي.»
تنور جوړونه، چې په افغانستان کې اوږده مخینه لري، په خوست کې د ګوتو په شمار څو کسان پر دغه کاروبار بوخت دي او که پر وړاندې یې شته ستونزې حل نه شي؛ نو د هغوی په خبره چې یاد صنعت به له منځه ولاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA