ads

راتلونکو کډوالو ته د بشپړ چمتوالی خبر

د وروستیو راپورونو له مخې، له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د راایستلو دویمه لړۍ هم پیل شوې، خو اسلامي امارت بیا وایي چې لاهم په دې اړه د پاکستان حکومت له لوري وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او په وینایې، په عادي ډول د افغان کډوالو د راایستلو پروسه دوام لري.

اسلام الدین احمدي
29 وری 1403
راتلونکو کډوالو ته د بشپړ چمتوالی خبر

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني کلید راډیو ته وویل چې دوی په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې او هغوی د افغان کډوالو د دویمې لړۍ پیلېدو خبره رد کړې ده.
د نوموړي په خبره، له پاکستاني چارواکو سره د اړیکو له مخې، تر اوسه په قانوني بڼه په دې برخه کې اقدامات نه دي شوي.
د مطلب په وینا، دوی له پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه کړې که د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ پیلوي، باید له دواړو هېوادونو سره په همغږۍګډ میکانېزم ورته چمتو او په تدریجي ډول وایستل شي.
«بیا هم که افغان کډوال راځي، که په جبرې ډول وي او یا هم پخپله خوښه وي، موږ ورته چمتو یو او د افغانستان په ټولو سرحدي دروازو کې ورته مختلفې کمېټې فعالې دي. په ټوله موږ د دې لپاره چمتو یو، چې څومره کډوال هېواد ته راځي د دوی لاسنیوي وکړو او ترخپلو سیمو پورې ورسوو.»
عبدالمطلب حقاني همدارنګه ویلي چې راتلونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو برابرېدو په برخه کې هم دولت پوره چمتوالی لري.

«موږ پوره چمتوالی لرو، پر دوی به ځمکې هم ووېشل شي او د کور جوړولو په برخه کې به هم له دوی سره مرستې وشي، همدارنګه کاري فرصتونه هم ورته برابره شي. په همدې هدف د وزارت لخوا ځانګړې کمېټې جوړې شوې او فعالیت کوي.»
په ننګرهار کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست سرپرست رییس مولوي عبدالمنان غریب‌مل هم کلید ته وویل چې له کوچني اختر راهیسې تر اوسه ۸۴کورنۍ له پاکستان څخه د تورخم بندر له لارې هېواد ته راګرځېدلی دي.
«په یوه ورځ ۴۰ کورنۍ او په بله ورځ ۱۷کورنۍ او همدارنګه ۷ کورنۍ په بله ورځ راغلي دي او یو شمېر نورې کورنۍ هم راستانه شوې دي. د افغان کډوالو راتګ دوام لري او په تورخم کې ورته اسانتیاوې برابرې دي. کوم کډوال چې پخو راغلي، له هغوی سره هم د مختلفو موسسو له خوا مرستې کېږي او کوم تازه راځي، له دوی سره هم د WFP، DRC، IOM او UNHCR موسسو له خوا مرستې کېږي.»
یو شمېر افغان کډوال چې تازه د تورخم له لارې هېواد ته راغلي، له اسلامي امارت څخه داسې غوښتنې لري.
«موږ له اسلامي امارت څخه دا غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي او د دې تر څنګ موږ خپله ځمکه هم نه لرو، موږ د اوسېدو لپاره ځمکه هم راکړي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د دوی اړوند یوې کمېټه چې افغان کډوالو ته کاري فرصتونه برابروي، تر اوسه یې ۳۵ زره هغه کډوال چې لوړې زده کړې او یا هم حرفوي مهارتونه لري ثبت او راجسټر کړي او دوی ته به د کار زمینه هم برابروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA