د دغه وزارت ویاند خبیب غفران پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې د رسنیو د سرغړونو مخنیوي کمېسیون په پرونۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې د بریا او نور ټلویزیوني شبکو فعالیتونه د ژورنالېزم د اصولو نه مراعاتولو, د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نه نیولو او ژبنیو او قومي تعصبونو ته د لمن وهلو له کبله وځنډول شول.
د افغانستان د خبریالانو ټولنې رییس حفیظالله بارکزي هم ویلي چې دغه ټلویزیونه د سرغړونو له کبله د لنډې مودې لپاره وتړل شول.
تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو ته ویلي وو چې د اسلامي شریعت له مخې او د ژورنالیزم له اصولو سره سم دې خپرونې وکړي.