ads

رینا امیري، له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د جاپان لپاره د امریکا له سفیر رام امانوئل سره کتلي دي

کامران احمدزی
24 وری 1403
رینا امیري، له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

نوموړې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

هغې په دې لیدنه کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ له سازمان « جایکا» څخه هم مننه کړې چې د افغان نجونو د زدکړو پراخېدو لپاره مهم نوښتونه کوي.

امیري همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو او د ساسکاوا د سولې د بنسټ له مشرې هوریبا سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له دوی سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې.

امیري له دوی  مننه یې کړې چې د افغانستان په اړه یې هڅې جاري ساتلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA