پولیس وایي چې یاد افغانان یې د دغه هېواد په بالیکسیر او آغري ښارونو کې نیولي دي او زیاتوي چې دوی به افغانستان ته واستوي.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې، پولیسو د بالیکسیر ښار په «اردمیت» کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.
ترکي رسنیو همدا راز ویلي چې پولیسو ۷ نور کډوال په یوه بس کې هغه وخت وموندل چې د قاچاقچیانو لخوا لېږدول کېدل.
د پولیسو په وینا، دوه ایراني موټر چلوونکي یې هم په دې تړاو نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ترکي پولیسو لسګونه افغان کډوال د ترکیې په بېلا بېلو ښارونو کې نیولي دي.