ads

ارزګانیان: دولت له پامه غورځولي یو

د ارزګان ولایت د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي وایي چې دولت او موسسو د دوی ستونزو او اړتیاوو پوره کېدو ته پام نه دی کړی.

احسان الله ولسمل
16 وری 1403
ارزګانیان: دولت له پامه غورځولي یو

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په تېر او اوسني حکومت کې دولت او موسسو د دوی اساسي ستونزو ته رسېدنه نه ده کړې.
د هراوود ولسوالۍ اوسېدونکي ديل اغا کليد ته وويل:
«له دولت څخه زموږ هيله ده چې ولس ته يو زمينه وربرابره کړي، د لاري کارونه وکړي، د کارخانې کار ورته پيدا کړي، سړکونه ورته جوړ کړي، ترڅو دغه ولس پر راټول شي.»
د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو څخه شکايت کوي او له مسوولينو څخه غواړي چې په دې ولسوالۍ کې د بیارغونې او انکشافي پروژو په پلي کولو سره خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي.
عبدالجبار:
«له دولت څخه غواړو چې له موږ سره مرستې وکړي، د تخمونو په برخه کې د موسیساتو په برخه کې، ځکه دلته د خلکو اقتصادي وضعیت بېخي خراب دی، باید خلکو ته کاري فرصتونه پيدا کړي.»
ځايي مسوولين بیا وايي، پلان لري چې د دغه ولايت په ټولو لرې پرتو سيمو کې د بیارغونې او انکشافي پروژې پلي شي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس قاري اغاولي قريشي په ارزګان کې د بیارغونې په برخه کې له موسیساتو څخه هم د مرستې غوښتنه کوي.
قريشي: «په ټولو لسواليو کې به انشاءالله پراختيايي پروژې پلي شي، موږ د ټولو ولسواليو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې موسسې او دولت د خپلي بودجې له لارې بېلابېلي پروژې پلې شي او خلک دي باوري شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم د ارزګان يو شمېر چارواکو پر دولتي ادارو او موسسو نيوکې کړې چې لرې پرتو سيمو ته پاملرنه نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA