بوریل د اروپايي ټولنې د وزیرانو په غونډې کې ویلي چې غزه نن د لسګونه زره خلکو او د ډېرو مهمو بشري قوانینو هدیره ده.
نوموړي زیاته کړې چې اسراییل غزې ته بشري مرستې نه پرېږدي او له دې څخه د جګړې د وسیلې په توګه کار اخلي.
د حماس تر کنترول لاندې په غزه کې د روغتیا وزارت مسوولینو بیا ویلي چې د اسراییل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۳۲زره تنه وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.