ads

د بهرنیو چارو له سرپرست سره د ایراني چارواکي لیدنه؛ پر مهمو موضوعاتو خبرې شوې

ایران او افغانستان د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي

کامران احمدزی
24 کب 1402

بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي پرمختیاوو په اړه خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې  په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر په ایران کي د افغانانو د ځینو ستونزو د حل، افغانستان ته د برېښنا د زیاتوالي، چابهار بندر په اړه د پرمختګ او د وروستیو ورښتونو په نتیجه کې، نیمروز او سیستان ته د اوبو د رسېدو په اړه هم بحث کړی.

دواړو لوریو د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د ټولې سیمې په ګټه بللې ده.

د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د ایران ځانګړي استازي د دوحې وروستۍ ناستې په اړه هم معلومات شریک کړي؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې یې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA