ads

ننګرهار کې پر شري ناروغۍ ۱۹ اخته ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

ننګرهار کې په کم عمره ماشومانو کې د شري ناروغۍ زیاته شوې، چې له کبله یې ۱۹ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

سمیع الله مبارز
22 کب 1402
ننګرهار کې پر شري ناروغۍ ۱۹ اخته ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

ډاکټران شری یوه وژونکی ناروغۍ ګڼي او زیاتوي، چې که مخه یې ونه نیول شي، نو د ګڼ شمېر ماشومانو ژوند به له ګواښ سره مخ کړي.

د یاد  ولايت د انتاني ناروغيو روغتون متخصص ډاکټر سيد محمد محمدي وايي، چې د تېر  يو کال په موده کې روغتون ته پر شري اخته ۹۶۰ ناروغان وروړل شوي دي.

« يو کال کې مو ۹۶۰ کسان بستر کړي دي، چې په دې کې ۸۰۸ کسان ښه شوي دي، ۱۹ ماشومان وژل شوي او د ۱۶ کسانو وضعیت نازک دی».

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، د شري ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې کوي، څو د يادې ناروغۍ د لا  ډېروالي مخه ونيول شي.

د ياد رياست ویاند نقيب الله رحيمي کليد راډيو ته وويل، په پام کې لري چې د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کور په کور واکسین پیل کړي.

« مونږ د شري او نورو ساري ناروغيو لپاره انتاني روغتون لرو، چې ټول امکانات لري، همدارنګه په ټولو کلينکونو کې اړين درمل او روټين واکسين چاره ترسره کيږي، چې پکې د شري واکسين هم شته ، په راتلونکي اوونۍ کې مونږ د ننګرهار په يوولسو ولسوالیو کې روټين کمپاین پيلوو چې پکې د شري ناروغۍ واکسين هم شته دی».

په همدې حال کې ننګرهار کې یو شمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې پر شري ناروغۍ اخته دي، اندېښنه ښيي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د یادې ستونزې مخنیوی وکړي.

عتيق الله چې د کوټ ولسوالۍ څخه خپل وراره دلته د درملنې لپاره راوستی وايي، د شري ناروغۍ زياته شوې او حکومت دې د مخنيوي لپاره د واکسينو تطبیق کور په کور تر سره کړي، څو د زياتوالي مخه يي ونيول شي.

«دغه ناروغي په لرې پرتو ولسوالۍ کې بيخي زياته شوې ده او کوم خلک چې دلته ناروغان راولي نو ډېر په تکليف کيږي، د اسلامي امارت څخه مو هيله ده چې د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره په ټولو سميو کې کمپاينونه شروع کړي، تر څو دلته په راتلو د لرې ولسوالۍ خلک پاذاب نشي».

روغتيا پالان وايي، پر شري اخته ناروغان بايد ګرم وساتل شي او همدارنګه ورته ګرم مايعات ورکړل شي، څو د ناروغۍ پر وړاندې يې د وجود مقاومت زيات شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA