ads

بایډن پوتین ته: زما پیغام ساده دی؛ هیڅ وخت به سر درته ټیټ نه کړم

د امریکا ولسمشر جوبایډن ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې یو وار بیا له اوکراین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

کامران احمدزی
18 کب 1402
بایډن پوتین ته: زما پیغام ساده دی؛ هیڅ وخت به سر درته ټیټ نه کړم

نوموړي ویلي، اوکراین ته به وسلې او نور تجهیزات ورکوي، اوږه په اوږه به ورسره ودریږي او په دې ډول به د پوتین د یرغل مخه نیسي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې پوتین ته یې پیغام ساده دی، نه په شا  کېږي او نه به هم سرټیټ کړي.

د بایډن په خبره، که دوی په شا شول؛ نو اروپا او ټوله  ازاده نړۍ به له خطر سره مخ شي او هغه کسان به زړه وکړي، چې دوی ته زیان رسوي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د اوکراین ته بریا پورې به له کییف سره مرستې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA