ads

په بلخ کې پر ۵۰۰کورنیو مرستې ووېشل شوې

په بلخ ولایت کې د کام ایرهوایي شرکت لخوا د وروستیو اورښتونو له کبله په سلګونه زیانمن شویو کورنیو باندې شاوخوا لس قلمه د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

احمدالله ستانکزی
17 کب 1402
په بلخ کې پر ۵۰۰کورنیو مرستې ووېشل شوې

د یاد شرکت ولایتي مسوولین وایي، د بلخ ځایي چارواکو په حضور کې د ټاکل شوې بېړنۍ کمېټې په همکارۍ د دغه ولایت د پنځو ولسوالیو له ۵۰۰زیانمن شویو کورنیو سره یې د خوراکي، غیر خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته وکړه.
په بلخ کې د کام ایر هوایي شرکت مسوول محمد طاهر مصدق وایي، د مشرتابه په ځانګړې سپارښتنه یې له بې وزله او مستحقو کسانو سره دغه مرسته کړې او هڅه کوي چې پر وخت د نورو اړمنو هېوادوالو لاسنیوی هم وکړي.
«نن ورځ د کام ایر هوایي شرکت د مشرتابه لخوا چې د واورو او سړې هوا له امله خلکو ته زیان اوښتی و، له ۵۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه او د بلخ ولایت مقام چارواکو په حضور کې بېړنۍ کمېټې ته سلګونه خوراکي کڅوړې وسپارل شوې.»
په بلخ کې د بېړنۍ کمېټې غړی محمد زاهد ځلاند د مرستو وېشلو د شفافې پروسې ډاډ ورکوي او وایي، په دې مرسته کې پر غوړيو، اوړو او وریجو سربېره، نهه قلمه خوراکي توکي شامل دي.
«په دې مرسته کې یوه بوجۍ ۵۰ کیلو اوړه، یوه بوجۍ ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ لېټره غوړي، اووه کیلو لوبیا، اووه کیلو دال، اووه کیلو نخود، شین چای، مالګه او بوره شامل دي.»
بل لور ته یو شمېر له مرستو برخمن شوي کسان خوښ دي خو وایي، دغه لنډمهاله مرستې ورته بسنه نه کوي او حکومت دې ورته د بدیل په توګه دایمي غمه وخوري.
مرسته اخیستونکی شریف الله وایي، واورې او بارانونو ورته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي او دامهال تر خېمو لاندې ژوند کوي.
«موږ ته مرسته رارسېدلې ده،خو موږ ته دا کار نه ورکوي. کور مو نشته، لوښي، بستره او خوراکي توکي مو نشه دي. دډېرو خلکو کورونه غورځېدلي دي، نو موږ له مسوولینو څخه غواړو چې راسره مرستې وکړي.»
د کام ایر هوایي شرکت له لوري یادې مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په بلخ ولایت کې د وروستۍ واورې ورېدو او سړې هوا له کبله، څه باندې ۲۲ زره څاروي مړه شوي او ددې ولایت په یو شمېر غرنیو ولسوالیو کې شاوخوا لس کورونه هم نړېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA