ads

د امنیت شورا او دوحې غونډې په اړه بېلابېل نظرونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتنبایوا ویلي چې ټاکل شوې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه درېیمه غونډه هم جوړه کړي.

فضل هادي حمیدي
17 کب 1402
د امنیت شورا او دوحې غونډې په اړه بېلابېل نظرونه

نوموړې چې تېره ورځ ناوخته د امنیت شورا له ناستې وروسته په یوه خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې دا غونډه به په جون میاشت کې جوړه شي او د افغانستان د اسلامي امارت استازي به هم په کې ګډون وکړي.
د چارو کارپوهان وایي چې د اسلامي امارت د استازو له ګډون پرته غونډې جوړول کومه ځانګړې پایله نه لري.
د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وایي چې ملګري ملتونه خپلواک نه دي او نړیوالې ټولنې د افغانستان ۴۰ میلیونه نفوس له یاده ایستلی دی:
«د ځینو زبرځواکونو لکه امریکا په اشاره فرمایشي غونډې جوړوي، هغه هم پرته له دې چې د اسلامي امارت استازي ته په کې بلنه ورکړي او یا د افغانستان د اسلامي امارت استازی په ملګرو ملتونو کې ومنل شي، ترڅو د افغانستان د وضعیت که ښه دی او که بد دی، انځور نړۍ ته وړاندې شي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی هم د ملګرو ملتونو له خوا د جوړېدونکو غونډو پایلې او اغېزمنتیا د افغانستان د اسلامي امارت د استازي له ګډون سره تړي او وایي چې تر اوسه چې کومې غونډې شوې، یو طرفه وې:
«هرڅومره غونډې د نورو هېوادونو او یا ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان په اړه جوړیږي او په هغو کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي ګډون ونه لري، هغه غونډې بې ګټې دي، یو طرفه غونډې دي، یو طرفه پرېکړې په کې کېږي او یو طرفه تصامیم نیول کېږي. ملګري ملتونه چې بله غونډه هم جوړوي، خو که د افغانستان د اوسني حکومت استازی او د اسلامي امارت نظر په کې نه وي، بې ګټې ده.»
د سیاسي چارو بل شنونکی امین الله احساس وایي چې د غونډې پایلې او اغېزې د هغه په اجنډا پورې تړاو لري:
«په راتلونکو غونډو کې هم د غونډې اجنډا مهمه ده او دا چې د بحث موضوع څه ده، دا چې یوازې له اسلامي امارت څخه غوښتنې دي او که نړۍ هم ځینو اصولو او امتیازاتو ته قایلېږي چې اسلامي امارت سره یې ومني، د بېلګې په توګه د محدودیتونو او تحریماتو مسئله، په تور لېست کې د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو مسله او داسې نور.»
په دې اړه مو وغوښتل چې د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو هغوی د یاد راپور تر بشپړېدو پورې غبرګون ونه ښود، خو له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دا غونډې ټولې تکراري دي او په تکراري مسایلو بحثونه کوي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه نورې غونډې هم کړې چې کومه د پام وړ پایله یې نه درلوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA