ads

په کندهار کې د خصوصي ښوونځیو وضعیت ته کتنه

په کندهار کې یو شمېر کورنۍ وايي چې د بد اقتصادي وضعیت او بې‌روزګارۍ له کبله اړ شوي چې خپل ماشومان له خصوصي ښوونځیو دولتي ښوونځیو ته تبدیل کړي او ځینې نورې کورنۍ بیا وايي چې ان خپل ماشومان یې له ښوونځیو راګرځولي دي.

بخت محمد ریحان
16 کب 1402
په کندهار کې د خصوصي ښوونځیو وضعیت ته کتنه

جان محمد یو له هغه والدینو څخه دی چې په خبره یې د کمزوري اقتصادي وضعیت له کبله یې خپل ورور له خصوصي ښوونځي څخه ایستلی او دولتي ښوونځی کې يې شامل کړی دی.
نوموړی وايي چې څو میاشتې دمخه یې وظیفه درلوده او د ښوونځي فیس، ټرانسپورټ او کتاب او کتابچو لګښتونه یې ورکولای شول، خو اوس چې بې‌روزګاره شوی، په دې نه‌توانېږي چې د خپل ورور ښوونځي لګښتونه پوره کړي.
«مخکې زما ورور په شخصي ښوونځي کې خپلې زده‌کړې کولې، خو د اقتصادي ستونزو له کبله مو د خصوصي ښوونځي څخه وایستی، دولتي ښوونځي ته مو شامل کړ، اوس موږ نه‌شو کولای چې مالي مصارف یې ورکړو.»
سردارمحمد د کندهار بل اوسېدونکی بیا وايي چې خپل مشر زوی یې د غربت او فقر له کبله د خصوصي ښوونځي څخه راګرځولی او تر ټولو کشر زوی یې په دولتي ښوونځي کې شامل کړی.
نوموړی وايي چې مشر زوی په بازار کې کار کوي او له ده سره یو ځان خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي.

«خپل دوه ماشومان مې د کمزوري اقتصاد له وجې د خصوصي ښوونځي څخه را وایستل مصارف یې زیات وه. کشر زوی مې دولتي ښوونځي ته شامل کړی او مشر زوی مې په بازار کي په کار باندې اخته کړی.»
بل لور ته د خصوصي ښوونځیو مسوولین هم وایي چې د زده‌کوونکو په شمیر کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی. په کندهار کې د یوې خصوصي لیسې مسوول شیراحمد احمدي همدا خبره کوي، خو ترڅڼګ یې وايي، که چېرې حکومت له خصوصي ښوونځیو ملاتړ وکړي، دا ستونزه حل کېدلی شي.
د احمدي په خبره بله ستونزه چې د خصوصي ښوونځیو ور تر غاړې ده، هغه د ځینو ښوونځیو تجارتي‌والی دی چې یو شمېر زده‌کوونکي یې له داخلې څخه بې‌زاره کړي او کیفیت ته هم پاملرنه نه‌کوي.
«داسې اشخاصو هم پانګونه کړې ده چې د تعلیم په برخه کې ډېره کمه تجربه یې درلوده، نو هغه اشخاصو چې شخصي ښوونځي فعاله کړي دي، هغه ډېر ژر د بندیدیو سره مخ شوي دي.»
د احمدي معلوماتو له مخې بلې موضوع چې خصوصي ښوونځي له ستونزې سره مخ کړي د دولت له لوري لوړه مالیه ده چې دا په خپل ذات کې بیا پر زده‌کوونکو د فیسونو او لګښتونو د لوړېدو لامل کېږي، حال دا چې بل لور ته د خلکو اقتصادي حالت مخ په ځوړ دی.
«دولت باید پر دغه برخو مالیه بیخي کمه کړی وای او یا هم بیخي پر دغه برخو معاف کړی وای چې پر دغه برخې باندې مالیه نه‌وای، اوس تر عادي حالت زیاته شوې ده، که زموږ سره د مالیې په برخه کې همکاري شوې وای، زموږ فعالیت به نور هم دومداره شوی وای.»
شبیراحمد افغان چې په کندهار کې د ژوند افغان خصوصي ښوونځي مسوول دی، هم له زیاتې مالیې شکایت لري او وايي له همدې کبله ځینې خصوصي ښوونځي تړل شوي دي.
«که چېرې شخصي ښوونځي یا مرکزونو فعالیت دریږي، نو د هېواد پنځوس فیصده پرمختګ ورسره ودریږي، تیر دولت هم زیات مالیات پر ښوونځیو باندې ټاکلي وو او اوس هم هغه سلسله روانه ده. له همدې وجې اوس هم ښوونځی بندې شوې او که همداسې ادامه پیدا کړي کیدای شي چې نورې ښوونځۍ هم بندې شي.»
له دې سره هم‌مهاله په کندهار کې د خصوصي ښوونځیو د اتحاديې مسوول انجنیر نذیر احمد وایي، د ثبت او راجسټر ښوونځیو شمېر تر ۷۷ پورې رسیږي چې له دې ډلې درې ښوونځي تړل شوي دي.
نذیر احمد وايي چي په دغو ۷۷خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې ۵۰ زره ښځینه او نارینه زده‌ کوونکي په زده ‌کړو بوخت دي.
نوموړی زیاتوي چې په دغو ښوونیزو مرکزونو کې ۲۵۰۰استادان او لسګونه نور اداري کارکوونکي په دندو بوخت دي.
«په ۷۷ خصوصي ښوونځیو کې درې ښوونځی تړل شوي او نور یې فعاله دي او په دغه ښوونځیو کې شاوخوا ۵۰زره زده کوونکي د ۲۵۰۰ استادانو تر راهنمايي لاندې په زده‌کړو بوخت دي.»
د یادونې وړ ده چې خصوصي ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو، د نورې نړۍ د هېوادونو په شان زموږ د هېوادوالو د تعلیمي کچې په لوړولو کې ډېر ښه او د ارزښت وړ رول لوبولی دی او اړتیا ده چې د دولت له لوري یې ملاتړ او همکاري وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA