د یاد وزارت مسوولینو په همدې مناسبت یوې خبري غونډې ته وویل چې اسلامي امارت له ټولو ملي او نړیوالو موسسو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
دوی له نړیوالې ټولنې څخه غوښته وکړه چې په افغانستان کې بنسټیز کارونه وکړي، تر څو افغانستان له احتیاج څخه خلاص شي.
د یاد وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمد زاهد وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې د حرفوي زده کړو ۵۲ مرکزونه لري چې هر کال شاوخوا شل زره فارغان ورکوي او دا د همدغو موسسو همکاري ده.
«ټولې ملي او نړیوالې موسسې کولی شي چې د هېواد په هره برخه کې فعالیت وکړي او وزارت د دوی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. ستاسو له هوکړه لیک او همکارۍ موږ ډېر منندوی یو.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو اړوند له ډونرانو سره د اړیکو مسوول حدید الله وزیري هم غونډې ته وویل چې یاد وزارت له پنځو ملي او نړیوالو مسوو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کوي چې ارزښت یې ۲.۳ میلیونه ډالره دی او دغه موسسې به د هېواد په اتو بېلابیلو ولایتونو کې خدمات وړاندې کوي.
«په اتو ولایتونو کې د دغو پروژو ګټه ۸۱۰۰کسانو ته رسېږي چې ۳۹۶۰ یې د ماشومانو د ملاتړ لپاره ده او ۴۱۴۰ تنو ته به حرفوي زده کړې ورکړل شي. په بشري برخه کې به هم خدمتونه وړاندې شي.»
د موسساتو په استازیتوب د (IRC) موسسې استازي ضیاء الله صدیقي د یاد وزارت له همکاریو د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې له دوی سره په ولایتي سطحه همکاري وشي چې موسسې وکولی شي خپل فعالیتونه لا ډېر پراخه کړي.
«هره موسسه او اداره په خپله برخه کې توانېدلې چې تر مستحقو خلکو ورسېږي او اړتیاوو ته یې ځواب ویونکي شي. ژمنه کوو چې د خدماتو لړۍ به دوام کوي. ټولې موسسې او ادارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نورو وزارتونو اوصولو ته ژمنې دي. خپل فعالیتونه به د داخلي قوانینو سره سم او نړیوالو اوصولو په چوکاټ کې تره کړي.»
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم دغه وزارت له ۱۵ بېلا بیلو ملی او نړیوالو موسسو سره د حرفوی زده کړو، د یتیمانو او بی سرپرسته ماشومانو د ملاتړ او بشري مرستو په برخه کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي وو.