ads

بدري: افغانۍ اوس بارزښته کرنسي ده

د افغانستان بانک ریيس ویلي چې افغاني بانکنوټونه اوس ارزښت لرونکې کرنسي ده چې د نړۍ په کچه درېيم ځای لري او د پولي واحد ارزښت ساتل په نظام کې د شفافيت او فساد نه شتون څرګندونه کوي.

شېرشاه عزیزي
16 کب 1402
بدري: افغانۍ اوس بارزښته کرنسي ده

د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري په ننګر هار کې د بانکوالۍ سکټور د وضيعت ښه والي او پرمختګ لپاره په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې د افغانسنان بانک هڅه کوي، تر څو خپلو خلکو ته له اسلامي اصولو سره سم خدمات وړاندې کړي او د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د صرافۍ او پولي خدمتونو پراختيا یې لومړيتوب دی.
نوموړي همدارنګه ویلي چې د اسلامي بانکوالۍ سکټور په ټولیزه توګه ۳۳ اعشاريه ۳۹ میليارده افغانۍ دی او له دغه سکټور سره ۱۸اعشاريه ۶۲ ميليارده افغانۍ د خلکو امانتي حسابونه دي، چې دا په خپلو بانکي سيستم باندې د خلکو د اعتبار څرګندونه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یاد بانک ویلي وو چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو پالیسي یې ښه پر مخ روانه ده او په دې برخه کې بریالي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA